تاند- ناسا په وروستیو کې د (TESS) په نوم یوه سپوږمکۍ د سیارو د موندلو لپاره فضا ته واستوله او اوس دې سپوږمکۍ په فضا کې فعالیت پیل کړی دی.
دا سپوږمکۍ به، چې له فالکن ۹ توغندي سره استول شوې، په دوو کلونو کې له شمسي نظامه دباندې د نورو سیارو، په تېره بیا د هغو چې مځکه ته ورته والی لري، د موندلو لټه کوي.
د سکای نیوز د راپور له مخې دا سپوږمکۍ به له شمسي منظومې دباندې د داسې سیارو، چې مځکې ته ورته والی لري یا د ژوند امکان پکې وي، د نښو د موندلو په خاطر د ملیونونو سیارو رڼا وڅاري.
(TESS) سپوږمکۍ د فلوریدا په کیپ کارنوال کې د امریکا د هوايي ځواک له مرکزه د اسمان لور ته واستول شوه.
دا سپوږمکۍ به، چې د کالو مینځلو د یوه ماشین هومره ده، په راتلونکو دوو کلونو کې په لکونو ستوري وڅاري.
د ناسا څېړونکي هیله لري چې TESS به له شمسي نظامه بهر شاوخوا ۲۰ زره سیارې ومومي.
همداراز اټکل کېږي چې TESS د مځکې په اندازه تر ۵۰ زیاتې سیارې کشف کړي.
وروسته له دې چې TESS دا ډول سیارې وموندلې، په لویو ټیلسکوپونو به د هغو په اړه نورې څېړنې وشي څو معلومه کړي چې ایا هلته د اکسیجن، میتان، کاربون ډای اوکسایډ او نورو ګازونو نښې شته.
ساینسپوهانو تراوسه له شمسي نظامه دباندې ۳۷۰۰ سیارې موندلي او پر ۴۵۰۰ نورو یې څېړنې روانې دي.