Homeداسې هم شتهساینسد تودوښې او زیاتې رڼا مخنیوونکې ځیرکې کړکۍ

د تودوښې او زیاتې رڼا مخنیوونکې ځیرکې کړکۍ

تاند- په سویس کې ساینسپوهان د داسې ځیرک یا سمارټ کړکۍ د جوړولو هڅه کوي چې د روڼوالي ترڅنګ خونې یا ودانۍ ته تر اندازې زیاته تودوښه او رڼا نه پرېږدي.

سویسي څېړونکي وايي، د دې لپاره چې رڼا او تودوښه د کړکیو له لارې ودانۍ ته ننوځي نو د یوې داسې ساده او اسانې لارې د موندلو په لټه کې دي چې دا ستونزه کمه شي.

دوی وايي، په کړکیو کې د کوچنیو منعکس کوونکو هیندارو په نصبولو دې هدف ته رسېدای شي.

د سویس د (EPFL) او (Empa) څېړونکي اوس د ځیرکو کړکیو پر جوړولو بوخت دي چې هم به رڼې یا شفافې وي او هم به نه پرېږدي چې کور ته د رڼا وړانګې ننوځي. دا اورسۍ یا کړکۍ به له دې سره په یو وخت تودوښه کور ته نه پرېږدي.

څېړونکي وايي چې په لومړنیو ازمېښتونو کې بریالي شول چې په سلو کې د ۸۰ رڼا مخه واړوي.

دوی وايي چې په ژمي به بیا د دوبي خلاف دا کړکۍ او شیشې یې په خونو کې زیاته رڼا او تودوښه خپروي.

Play

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...