یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد روبوټ په مرسته د ملا د تیر جراحي

د روبوټ په مرسته د ملا د تیر جراحي

تاند- د امریکا د پینسلوانیا پوهنتون ډاکترانو د لومړي ځل لپاره د روباټ په مرسته د ملا د تېر یا ستون فقرات جراحي عملیات وکړل.

دوی وايي، د جراحۍ لپاره دا جوړ شوي روباټونه دومره دقیق کار کولی شي چې ډېر تکړه جراح ډاکتران یې نه شي کولی.

د ملا د تېر جراحي عملیات په نسبي ډول سخته دي خو روباټونو په بریالیتوب دا کار وکړ.

راپور وايي چې دې جراحي عملیاتو دوه ورځې دوام وکړ.

لومړی ډاکترانو د الټراساونډ په مرسته ستون فقرات چمتو کړ، او د ستونزې برخه یې تشخیص کړه. بیا یې د روباټ په کومک د ناروغ د خولې له لارې د تومور د له منځه وړلو لپاره مسیر تیار کړ.

ډاکتران وايي چې په دې جراحي عملیاتو کې د روباټونو رول خورا مهم و ځکه چې که ډاکترانو له پوره احتیاطه کار نه وای اخیستی، دا امکان و، چې ناروغ بیخي شل یا فلج شي.

له بلې خوا دوی ته پکار وه چې پوره ډاده شي چې تومور د ناروغ له بدنه لېري شوی دی. که دا کار نه وای شوی تومور بیا وده کوله.

خو سره له دې چې ډاکتران روباټ ته زیات کریډیټ ورکوي، د ډاکترانو رول بیا هم زیات وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب