شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبطنزونهکاري جلسه | لیکوال: نعمان دوست

کاري جلسه | لیکوال: نعمان دوست

رئیس صیب د مېز له سره ټچ موبایل راواخیست په پاسورډ لیکلو لګیا و چې یوه غږ کړ: واه رئیس صیب واه. پوسټ دې توپان کړی. په دوه ساعتونو کې یې ۱۰۰ لایکه، درې شییر او ۷ کمنټونه اخیستي. رئیس بریتو کې موسکی شو: اوس هم کم دي. په دې درې څلور کرښو مې دوه درې ساعته ضایع کړي. څو کرته به ومې لیکلې بیرته به مې ډيلیټ کړې. یا به املایي غلطي وه او یا به رانه ګرامر ګډوډ شوی و. 

د مېز له بل سره غږ شو: مبارک، مبارک یو بل شییر هم اضافه شو. درې لایکه نور راغلل.

رئیس، سترګو لاندې ټولو ته وکتل او بیا یې سوړ اسویلی وویست: آ، بله ورځ د رئیسانو عمومي ناسته وه. ټولو د خپلو پوسټونو په اړه خبرې کولې. د هر چا لایکونه، کمنټونه او شییر له زما زیات و. دا حالت د زغم نه دی. یو چاره باید وسنجول شي. زما سر هم باید نور عمومي جلسه کې لوړ شي.دا خو د ظاهر شاه وخت نه دی چې غر به یې سوری کړ خو کارګر او کارفرما به معلوم نه و. اوس انلاین نړۍ ده. ټول فعالیتونه انلاین حسابیږي. 

له میوه دانۍ یې چاکلیټ راواخیست. ګوتو کې یې نیولی و او بیا یې یو دم مخ راواړو: دا چاکلیټ مو له کومه کړل؟ ډیر خوندور دي. 

چای اچوونکي ځواب ورکړ: صیب، دا درته چا تحفه راوړي و. تا ویلي و چې دا دفتر زموږ ګډ کور دی، نو ما هم هماغه راړول.

رئیس پیاله په شدت کیښوده، چای اچونکي ژر په صافي پر میز اخوا دیخوا تویه شوی چای وچ کړ. بیا یې په غصه وویل: و بدبخته، چاکلیټ خو زما شخصي شی و، دا دې ولې ویشل؟ دا خو ریاست دی، سبا به څوک زما په نوم د نغدو پیسو بنډل راوړي، هغه به هم ویشې؟

موبایل ته یې زنګ راغی، تلفون ترې ډبل اوکې شو :

سلام، سلام رئیس صیب. څه حال دی، ریاست کې دې خیریت دی.

– شکر دی، خیریت دی.

– ګوره ناځوانه، زما پوسټ ته دې لایک هم نه دی ورکړی.

– ههههه، صاحبه. ته هم ریئس یې او زه هم، خو زما د نن سهار پوسټ درنه ۴۰ لایکه زیات اخیستي.

ـ دا تا کې څه چل دی؟ دومره ژر دې څنګه پرمختګ وکړ؟

– زما مامورین دې خدای لري، په مختلفو نومونو ایډیانې لري. له هرې یوې راته لایک راکوي، کمنټ کوي او زړونه ورکوي. ټوله ورځ بیچاره ګان په همدې بوخت وي. ښه، یو عاجل کار پیدا شو. یو اوږد کامنټ راغی، زه هغه لولم خدای پامان.

رئیس خپلو مامورینو ته مخ واړو: شرم دی په خدای، که تاسو کې معمولي کاري صداقت وای، اوس به رانه د هغه لایکونه نه زیاتیدل.

ور وټکیده او بیا د غرمنۍ د تیاریدو غږ وشو. 

رئیس، مخامخ ناست مامور ته ،چې کتابچه کې یې قلم خوځوه، غږ کړ؛ د نننۍ جلسې راپور دې ولیکه؟ 

-هو صیب، بې غمه شه. راپور چمتو دی. په لنډه توګه به یې درته ووایم:

د تېر په څير نن هم د کاري اونۍ په پای کې یوه مهمه جلسه وشوه. په ناسته کې مامورینو د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او هم یې د دې ریاست لاس ته راوړنې له رئیس صیب سره شریکې کړې. ریئس صیب د مامورینو له فعالیتونو خوښي وښوده. د هغوی کاري ستونزې یې په غور واوریدې او یاداشت یې کړې. غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.

رئیس د افرین غږ وکړ خو زیاته یې کړه: راپور لیکلو کې دقت کوئ. مهم ټکي باید هېر نشي. د ارتقای ظرفیت څومره ورکشاپونه مو واخیستل؛ خو بیا هم ستاسو ظرفیت پوره لوړ نه شو. یوه مهمه برخه درنه پاتې، دا په کې زیاته کړه چې رئیس صیب، د کارونو د لا ښه والي لپاره لارښوونې وکړې او د ستونزو د حل لپاره یې لازم تصمیمونه ونیول.

دا خبره د عکس لاندې هم ولیکه.

رئیس پورته شو: کور ته میلمانه راغلي، زه ځم. که کوم مهم سړي کمنټ وکړ او یا شییر زیات شول، زنګ راووهئ. 

نعمان دوست، د وږي ۳مه، ۹۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب