جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د لیکوالۍ دوې سپارښتنې| جولیا کامرون

د لیکوالۍ دوې سپارښتنې| جولیا کامرون

ژباړه: صفیه وردګ
لومړۍ سپارښتنه:
د لیکوالۍ په برخه کې لومړۍ سپارښتنه چې ما خپله هم کارولې او تل ورڅخه ګټه اخلم هغه پرلپسې لیکل دي.
لیکوالي داسې پروسه ده چې په وار وار باید سرته ورسېږي؛ هر هغه څه چې پرلپسې وشي پایله يې مالومه ده.عالي او پوره!
کټ مټ لکه د پیانو ښوونکی چې په وار وار د بټنونو په تمرینولو ټينګار کوي او همدا ټینګار په موسیقۍ کې د استادۍ درجې ته لاره هواروي.
زه هم د لیکوالۍ د استادې په توګه همدا خبره په ډېر ټينګار کوم، چې د ساز د زده کړې کلۍ تاسې خپله یاست.
له همدې امله تل کوښښ کوم یوه ورځ هم له لیکلو پرته تېره نه کړم او پر لیکوالۍ ځان روږدې کړم، ان تر دې چې ښه حس وکړم، زړه تنګي مې ښه شي او د ورځیني کار په توګه يې سرته ورسوم.
دویمه سپارښتنه:
دویمه سپارښتنه هم د لومړۍ هغې په اندازه اړینه ده.دلته مو ډېر ټینګار پر انفرادي لیکوالۍ دی او هغه دا چې اړینه نه ده چې د نورو لیکوالو د سپارښتنو،تګلارو او کړنو تر تأثیر لاندې راشئ.
د یو لیکوال شفأ د بل لیکوال حلال زهر دي.ځینې لیکوال نشي کولای د جاز له موسیقۍ پرته لیکل وکړي، خو بل لیکوال بیا برعکس نشي کولای د موسیقي پر شتون لیکل وکړي؛ځکه هغه ته په غوږ نیولو يې احساسات خواره واره کېږي.خو ډېری لیکوالان شته چې له موسیقۍ پرته هم لیکل کوي.د ځینو لپاره موسیقي د طبیعي چاپېریال حیثیت لري، لکه په شنه ځنګله کې د بېشماره الوتونکو ګډ غږونه،یا د توپان غږ او یا هم د سمندر د څپو ارامه غږونه چې تر هر څه ډېر اغېزمن دي.
ځینې په یوازېتوب کې ارامه موسیقي خوښوي،خو دا د نورو احساساتو پر خورولو اغېز لري.له همدې امله کوښښ کوم چې هره ورځ په هغه شرایطو کې لیکل وکړم چې پکې ارامه او خوښه وم ،تر څو له دې خوندور او ښکلي احساسه بې برخې نشم.
 دلته د جولیا کامرون موخه له موسیقۍ څخه کولای شو د لیکوالۍ پر نورو اړخونو هم اغېزمنه وبولو او د لیکوالۍ او لیکلو مسله د یو کس پر مینه، علاقه ،کوښښ او حالاتو پورې تړلې وګڼو.
رښتیني لیکوال تل یو ساده کار کوي:
“هره ورځ لیکل “
هره ورځ لیکل اسانه نه دي،خو دا کار تاسې سره مرسته کوي تر څو د لیکوالۍ اړونده ټولې غلطې عقیدې، باورنه او نظرونه هېر کړئ او حقیقتونه ومومئ چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب