جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ژوند د زهرو جام دی/ نظم

ژوند د زهرو جام دی/ نظم

محمدنعمان دوست

ژوند د زهرو جام دی، واخله نوش کړه (سوکراته*)

هسې هم بدرنګه دنیا پاتې ده میراته

دغه نړۍ څه ده؟ قتلګاه د امیدونو ده

ښخ دي ارمانونه، نظر وکړه شاوخواته

مګر، ابتدا مو د ژوندون په قتل ونشوه؟

نکل د (قابیل) په زور او زیر یاد دی هرچاته

وګوره (یوسف) د کوهي بیخ ته چا ګوزار کړلو

څنګه د ورورۍ لاس سړی وغځوي چاته؟

هغه برجورې کلاګانې، لوټې لوټې شوې

هغه، چې له ډاره یې ورتلی نشو څوک خواته

و کلاله څه کوې، له خټې سره پام کوه!

دا یو وخت بدن و د مهوشه پرې ذاته

هغه په ملا کړوپه چې په زور د امساء ګام اخلي

دا وه دنګه سروه، نې کتل له کبره چاته

خدایږو، هغه ورځ مې هدیرې نه زړګی نه کیده

ګل ګل صورتونه، د یارانو و خواو شاته

زه د دې ګلانو سادګۍ ته فکر وړی یم

څنګه د خزان باوجود زړه کوي موسکا ته؟

واړه احمقان دي چې د کبر په نیلي ګرځي

دا خبره خوب کې ( سکندر) وکړله ماته

څه دی ژوند؟ خو جبر دی، تاویږې به په نه زړګي

وګوره محفل کې د مانده ډمې نڅا ته

ما د مینې ډک زړه، دواړو لپو کې نیولی و

هیڅوک پیدا نشول، دې خوږې ښکلې سودا ته

څه فایده؟ دې ښار کې زنده ګي چې څوک در ګوري نه

ښه نه ده چې لاړ شی سړی غلی بلې خواته؟

نور مې زمین ذاتو سره سخته ګوزاره شوله

راشه بړبوکۍ خیر دی، ما پورته کړه هوا ته

ځار شم، رباب واخله او تارونه یې لږ وچیړه

ډک زړه مې تخنیږي، شرنګیدلې شان نوا ته

تا چې د خولګۍ وعده سبا پورې معطله کړه

څنګه مطمئنه یې چې رسو به سباته؟

راشه د (نعمان) ساړه کالبوت کې نوې ساه پو کړه

راشه جادوګرې، زه دې ومرمه ادا ته

نعمان دوست، ۱۴۰۲/ حمل/ ۲۰

—–

* سقراط

1 COMMENT

  1. دروند نعمان دوست چاري مو ښي
    ستاسو د نظم په هکله مي د يوه عالم خبره چي نوم يي زما له ياده وتی داسي وايي :
    هوښياري دعاقل په ژوند کي جرم ده د جاهلانو په منځ کي.
    غښتلي اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب