نور ملتونه خپل د فکراوهنر سرخېلان لولي، پېژني يې او په طرحه کړو تفکري_هنري لارویې د خپل نن اوسبا پایښتي مزلونه مدیریت کوي، زه چې کله هم د غربي نړی د لویو هنرمندانواو فکري_هنري مخکښانو د لویوالي او فکري ژوند پر بقاء فکر کوم نوپه دغه برخه کې د شرقي نړی د پرتلې فکر راته پيداشي، له دې سره جوخت زر رنګه لاجوابه پوښتني راته قطارشي؛ وروسته له یوڅه زورونکي فکري دمې څخه پرځان د شک او تحقیر احساس راسره مل شي، کله بیا داسي ځان تېرایستني ته پناه ور وړم چې ګوندي مونږ باید همداسي و اوسو، دا خاوره، داخټه اودا خمیره به همداسي سړه پړه وي!!!؟
اما! دا غولونکی تلقین د خلاصون او اقناع لارنه پرانیزي، زه باید خپل دروني وجود په یو سخت تنقیدي وجداني اورلړوني، بیابیا وداغوم، لولپه لوخړي یې د دغه ډول تورو اولفظونو په حسرتي اونوستالژیک متن کې را ونغاړم!
کیسه دلته نه ختمېږي، بلکه دا بې قراره او تفحص کونکی روح باید له ځانه سره نور (ویښ روحونه) هم په چغو اوطغیان راوخوځوي، زه له دغه آزار ورکونکي روحیې سره د قلم په دې اغزن مزل کې د نورو دردمنو روحونو د درد پر ژورو لامالګي ور دوړوم، اولکه د کبابي پر دکان د مالګي او ټپونو د سَوی اوسوخت جیږهار محسوسوم!
زما روح ددې کیفیت له تلقیناتو څخه د ځان او نورو د زورېدو اورنځیدو (خوږتاثر) اخلي! د دغه کشمکش په لړکې دغسي متنونه را پنځېږي.
غزلبڼ د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي د ښکلوتفکري_هنري غزلونو نسبتاً یو لوی جونګ دی، چې دا څو موده کېږي له کابله مي راوغوښت او خپل ادبي_، فکري _هنري مشغولاورسره پالم، ماته د استاد د تخلیق هره برخه خپل ارزښت او بېل اغیز لري، د استاد د لویوالي اوهنري تبحر کچ کول ډېره سخته چاره ده، زه غواړم په دې اعتراف وکړم چې دغسي ملنګ اودرونګرا شخصیتونه مي بې واره اوبې اختیاره د زړه پر وره ور ننوزي، اوهلته داسي دایمي ځای نیسي چې دا لیونی بیا لکه ماشوم په یو طفیلي انداز د دوی له شخصیتي شته ووڅخه د میني تغذیه را شوکوي، او دا لړی دوام لري.
د استاد پسرلي په دې ادبي_هنري شهکارکې ترټولو مهم، مونږ یو پوخ فکري تبحرګورو، اوددې تبحر جلوې زمونږ د فکرونو بندي دريڅي بیا بیا را پرانیزي، ددې ښکلي غزلبڼ په رنګارنګ ګلونو اومیووکې مونږ د ژوند د خوږو ذهني او قلبي څکه او خوندونه موندلای شو، د غزل د کلاسیک او مروج تعریف پرخلاف د استاد په دې غزلیز بغاوت کې مونږ د عمومي مسیر په خلاف جهت د ادبي مزل څرکونه اوګامونه محسوسوو.
دا لویه ادبي_هنري دنیا ده، دلته د انسان د شعور اولاشعور ټول بېروني اودروني عوالم شتون لري، زما نیمګړی برداشت له دې (غزل جهان) څخه دادی چې مونږد جهانونو سیر اونظاره د یو هنرمندانه او استادانه لیدلوري څخه په یو متفاوت او درون پارونکي اندازپکښې ترسره کوو.
پورته مي د یو حسرت آمیز ګیله من متن په چهارچوب کې خپل قلبي تاثرات در سره شریک کړه؛ موخه مي داده چې مونږ د دا ډول لویو انسانانو د پاته نسلونو او میراث برو په توګه کوم نسلي اومیراثي مسولیت لرو اوکنه؟
زمونږ (پسرلی) ولي د نړی د ادبي اوهنري جهان پر تفکري سټېج جهاني افکار نه راتسخیروي! آیا دا لوړهنري فکرونه د نړی د سیالی نه دي؟ قطعاً چې دي!!!اما!!!!!!؟؟؟
څوک د ملغلروپېژندوی نه وو
تل د سمندرته ګوهر بېرته وړم.
زمونږ د(پسرلي) ادبي_هنري پسرلی به همداسي زرغون، زرغون او بهار بهار وي؛ خود (ګلونوقدرچازده…!
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی، هرات