پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبکره کتنهموږ پښتون صحافي (جرنلسټ) نۀ لرو/ عارف تبسَم

موږ پښتون صحافي (جرنلسټ) نۀ لرو/ عارف تبسَم

    موږ پښتون صحافي نۀ لرو، و دې ته به شايد زياتره خلک زما د مفروضې نوم ورکړي، ولي چي د هغوئ په خيال بلا پښتانۀ دي، چي له صحافت سره تړلي دي، په لويو لويو اخبارونو کي ليکل کوي، په لويو ټي وي چېنلونو باندي ځانګړي خپروني کوي او د مېډيا له نړيوالوادارو سره کار کوي، خو د دې باوجود زۀ په دې خپله خبره باندي ټينګار کوم چي موږ پښتون صحافي نۀ لرو او دا زما څۀ مفروضه نۀ ده. له تېرو ډېرو کلونو راسي زۀ د هغو صحافيانو ليک لولم يا يې خپروني ګورم چي پښتانۀ دي، نو ما په هغوئ کي تر شاه زياته د شاه وفاداري احساس کړې ده، ولي چي کله کله دا صحافيان په خپله دې وفاداري کي دومره ولويږي، چي په ډېر فخر سره د خپل قام په سپکاوي اخته شي او که داسي و نۀ کړي، نو به يې و نوکري ته خطره پېدا شي.

          تر دې له مخه چي زۀ په دې اړه په نورو تفصيلاتو کي لاړ شم، ضروري بولم چي د دې خبري وضاحت وکړم چي ځني داسي پښتانۀ هم شته چي له صحافت سره تړلي دي او په هغوئ کي قامي جذبه هم موجوده ده، لاکن يا خو له هغوئ سره موقع نشته چي په دې اړه څۀ کردار و لوبوي او يا هغوئ ته په دې ميدان کي په کسته د پرمختګ لاري نۀ ورکول کيږي. دلته زما مقصد هغه لامل په ګوته کول دي چي موږ ولي پښتون صحافي نۀ لرو. آيا په پښتنو کي هغه صلاحيتونه نشته، چي د دې ميدان دپاره په کار دي  او که صلاحيتونه شته نو هغه صلاحيتونه بيا څنګه د پښتنو په ضد په کار راوستل کيږي.  دلته دا خبره هم واضح کول په کار ده، چي زما مقصد د پښتو ژبي د رسنيو- هغه که اخبارونه دي که ټي وي چېنلونه او يا راډيو- جاج اخيستل نۀ دی. په دې ټول خبر دي چي موږ د رسنيو کومي ذريعې لرو او د هغو څۀ معيار دی  او بل اوس دا خبري هم پټي نۀ دي چي د پښتو ژبي د دې رسنيو په اړه کومه موخه سر ته رسول کيږي.  زۀ به وس کوم چي تر دې خبري پوري ځان محدود و ساتم، چي موږ ولي خپل صحافي، هغه صحافي نۀ لرو، چي د پښتون قام نمايندګي وکړي، پښتون او د پښتنو پېښي په صحيح معناوو خلکو ته وړاندي کړي.

          موږ پښتانۀ په تاريخ کي هر وخت له خپله يا د بل له لاسه له بدمرغيو سره مخامخ شوي يو. اوس په خصوصي توګه له دا څلورو لسيزو راسي تر ډېري لويي غميزي تېريږو، په ټول پښتون وطن که لر دی او که بر اور بل دی، چي نۀ ځوان ځني په امان دی نۀ ماشوم، نۀ نر او نۀ زناني. د دې کلونو هره ورځ په پښتون وطن کي چرته نه چرته قيامت خوروي، د يو ناکړده ګناه له وجي ميندي، خويندي په ژړا وي، کونډي، يتيمان زياتيږي. دا ټول قيامت په موږ يواځي د دې دپاره تيريږې، چي موږ پښتانۀ يو او له خپل پښتون شناخت سره مينه لرو او زموږ دا مينه د ځينو قوتونو دپاره خطره ده، ځکه له دې خطرې نه د ځان ژغورلو دپاره هغوئ د پروپېګنډې تر ټولو لويه ذريعه  مېډيا په کار راولي، نو که يوې خوا ته موږ د باقاعده جنګ له لاري وژل کيږو، نو بلي خوا ته د مېډيا د نفسياتي جنګ له لاري هم شپه او ورځ پر موږ بريدونه کيږي. په دې نفسياتي جنګ کي د بري د تر لاسه کولو دپاره يې د صحافت او مېډيا په مېدان کي هم د بې شمېره پښتنو خدمات تر لاسه کړي دي او هغوئ ته يې دا ټاسک په لاس ورکړی دی، چي د خپل قلم او ژبي له لاري په پښتون مخالف اېجنډا د دې قوتونو مرسته وکړي. له صحافت سره د تړليو داسي پښتنو د نوم يادولو دلته ضرورت نشته، ولي که لوستونکي غور وکړي، د هغو پښتنو ليک او خپروني لږ په غور وګوري، نو به پخپله ورته واضح شي، چي هغه څوک دي. د داسي خلکو تر پرون پوري هيڅ نوم نۀ ؤ، خو نن يو دم ډېر زيات را مخته شو او په دومره تېزي سره پر مخ د راتلو تر شا صلاحيت نۀ، بلکې څۀ نورعوامل کار کوي او موږ ته هغه عوامل په خپله تجزيه کي په ګوته کول پکار دي. په نوم پښتانۀ داسي صحافيان په ډېر مهارت په پښتون قام کي خپل اثر خوروي، د دوئ يو ليک يا کله کله يوه خپرونه د پښتنو يا پښتون قيادت په اړه مثبت وي، چي زياتره خلک يې خوښ کړي او تعريفونه يې کوي، خو بيا دا صحافيان بې شمېره ليکونه او خپروني د پښتنو او پښتون قيادت خلاف کوي، نو زموږ ساده پښتانۀ په نفسياتي توګه او غيرشعوري انداز هغه خبري هم حقيقت ګڼل شروع کړي، دا يوه ډېره لويه نفسياتي حربه ده، چي د بل په اېجنډا کارکوونکي دا په نوم پښتانۀ صحافيان يې په کار راولي. يو په حق کي ليک او سل په مخالفت کي ليکونه په اصل کي پښتون قام له خپل مرام، خپل شناخت او خپل قيادت نه د اړولو څالاکه طريقه ده. د خندا خبره خو دا ده چي کله کله دا صحافيان دا دعوه هم لري، چي هغوئ په خپل صلاحيت و دې لوړ مقام ته رسېدلي دي، خو که څوک د هغوئ په ماښامونو خبر شي، چي چرته تېريږي او يا دا ورته معلوم شي، چي له چا سره د هغوئ رابطې دي او يا څوک د هغوئ په ذاتي ژوند کي و ګوري، چي هغوئ څومره کوچني خلک دي، نو به خبره څرګنده شي، چي په دې کي څومره د هغوئ “صلاحيت” دی. دلته څوک دا سوچ هم نه شي کولای چي يو سړی دي و ځان ته پښتون ووايي او له پښتون قام سره دي خپله بې کچه مينه څرګنده کړي او بيا دي په دې مېډيا کي ځای ومومي. همدا وجه ده چي د پاکستان مېډيا په خپله مسلسل پروپېګنډا کي هره هغه ذريعه په کار راولي، چي د پښتون قام د اصل شناخت او وحدت لاري پرې ونيسي، ځکه خو يې د دې پروپېګنډې دپاره هغه پښتانۀ هم د ځان ملګري کړي دي، چي دې اينټي نېشنلزم اېجنډې ته دوام ورکوي. داسي خلک په ډېره اساني سره د ملالېَ يوسفزۍ او اعتزاز حسن رنګه پښتنو و شناخت ته څۀ بل رنګ ورکوي، چي په کي د پښتون په حېث د دې نوموړو شناخت ثانوي شي او يا که چرته يو پښتون د څۀ ناانصافي خلاف راپورته شي په خپل قام کي څۀ نوم وګټي، نو دا صحافيان يې بيا په داسي طريقه متنازعه کړي، چي له اصل مسئلې د خلکو توجه واړوي.

          موږ ته چي دا خبري څومره اسانه ښکاره کيږي، هم دغومره کړکېچني دي. په ظاهره خو کله کله زموږ خلک دا هم ووايي، چي که څوک د پښتون قام خلاف ليک کوي يا څۀ بله ذريعه په کار راولي، د دې به نو څومره اثر وي؟ خو موږ دا خبره هېره کړو، چي هم له دې لاري د يو قام يا يوې پېښي په اړه څه خاص تاثر عام کيږي، د خلکو رايې جوړول کيږي او د خلکو په ذهن کي هغه امېج جوړول کيږي، چي هغه مسخ وي، تخريبي وي او له  اصل حقيقته لري وي، خو چي تر چا پوري دا خبري ور رسيږي، هغه خپل يو امېج جوړوي. د خپل قام يا مسئلې په حقله، موږ چي خپل پښتون صحافي نۀ لرو، د دې دوه غټ تاوانونه موږ ته رارسيږي. اول تاوان خو يې دا دی چي موږ پښتانۀ چي څنګه يو، هغه رنګه و نورو خلکو ته نۀ وړاندي کيږو. د دې له وجي نۀ يواځي د نورو قامونو و مخ ته زموږ نمايندګي په صحيح معنا نۀ کيږي، بلکې زموږ په قام کي دننه د دې مېډيا له لاري خپل قامي شعور نۀ را بيداره کيږي. دويم تاوان يې دا دی چي بيا څوک موږ و نورو قامونو ته وړاندي کوي، هغه يو خو خپل پټ مقصدونه تر لاسه کوي او دويم د نورو په ذهن کي د پښتون غلط امېج ته وده ورکوي او په دې تابيا دي چي په نړۍ کي پښتانۀ يواځي (Isolate) کړي. دا رنګه يو خو به پښتون د خپل ملي وحدت دپاره کله د نړيوالو قوتونو اخلاقي او سياسي مرسته نۀ مومي او بل چي پښتانۀ په کوم جغرافيايي موقعيت کي پراته دي او د نړۍ و دې موقعيت ته پام دی، له دې نه پښتانۀ څۀ ګټه نۀ کړي پورته. دوئ دا وېره لري چي که چرته په پښتنو کي قامي شعور را پاڅېدو او هغه له خپل دې موقعيت نه د نړيوالي اقتصادي ګټي د تر لاسه کولو دپاره هلي ځلي پيل کړې، نو بعيد نۀ ده چي پښتون په خپل ملي جغرافيايي وحدت له سره دعوه (Claim) وکړي او په دې کي وېره ده، چي هغه ټوله ايجنډا به ناکامه شي، چي د هغه تر شا له نوروعواملو سره سره مېډيا او د دوئ نام نهاده پښتانۀ صحافيان ملګري شپه او ورځ کار کوي.

          همدا وجه ده چي هغه صحافيان چي قام پرسته دي، په خپل ملي مرام او کردار خبر دي، هغوئ له دې Mainstream  مېډيا نه لري ساتل شوي دي، ځکه چي د هغوئ د قام پرستي جذبه هغوئ د استخباراتي ادارو له اثره لري ساتي او چي د دې ادارو تر اثر لاندي نۀ راځي، نو دMainstream  مېډيا برخه کله هم نه شي جوړېدای. بلي خوا ته د پښتنو داسي خپل يو اخبار يا ټي وي چېنل نشته، چي په هغه کي دا رنګه صحافيان کار وکړي او په ملي مرام کي خپله برخه واچوي. هم له دې کبله له تېرو لسو دوولسو کلونو راسي دلته و يو بل داسي پښتو ټي وي چېنل ته لايسنس ور نۀ کړل شو، چي هغه د پښتنو ترجماني وکړي.

          دلته دا خبره هم د ارياني وړ ده، چي زموږ سياسي مخکښ او غړي هم اکثره د دې نام نهاده پښتنو صحافيانو له ليک او خپرونو نه متاثره ښکاري. ما اکثره له دوئ نه په بحثونو کي د همداسي صحافيانو سطحي تجزيې د دليل په توګه اورېدلې دي. زما نۀ دی خيال چي زموږ پښتانۀ سياستمداران، پوهان او سياسي غړي دي و خپل ملي مرام ته د داسي صحافيانو د ليک په رڼا کي وګوري. زما دپاره خو هغه پښتون صحافي، چي د پښتون قام پرستۍ خلاف په خپل قلم يا ژبه زهر پاشي، تر هغه خودکُش بريدکوونکي زيات خطرناک دی، څوک چي پښتانۀ او نور انسانان ژوبل کوي، خودکُش بريدکوونکی د خلکو ژوند اخلي، خو داسي په نوم پښتانۀ صحافيان د ټول قام و يووالي او قامي تشخص ته زيات تاوان رسوي او د قام د تشخص تاوان د را روانو پېړيو او نسلونو تاوان دی او د دې تاوان اثرات زۀ له اوسه لا وينم، چي هر کله له يو پښتون ځوان سره خبري وکړم، نو هغه د خپل پښتون شناخت په نسبت خپل يو بل مصنوعي شناخت ته زيات ارزښت ورکوي. په دې نوي پښتون نسل کي- چي دا اوسنۍ مېډيا ګوري- هغه سياسي شعور ورځ په ورځ په کمېدو دی، چي دوئ له خپل قام، له خپل وطن او له خپلي ژبي سره تړي. هغه چي يو سل اتيا کاله مخکي لارډ مېکالې د هغه وخت د تعليمي نظام له لاري هندوستانيانو ته د رويې، سوچ او کرۀ وړۀ په اړه انګرېزي شناخت ورکولو او خپل حکومت يې په چلولو، اوس هم هغه رنګه تعليمي نظام پښتانۀ له خپله رنګه اړوي او و بلي خوا ته اوس هغه رول مېډيا هم خپل کړی دی او هغه د خپلو پښتنو اتحاديانو په مرسته د پښتون قام سوچ، رويه او کړۀ وړۀ په بل رنګ اړوي. دا دواړي هلي ځلي صرف او صرف د دې دپاره دي چي هر چرته چي ممکن وي، کله د پاکستانيت او کله د مذهبيت له لاري پښتون نېشنليزم تحليل(Defuse)  کړي.

نو په کار دی چي د ټولي مېډيا او د دې د اتحادي پښتون صحافيانو خبري، چي څنګه يې دوئ وړاندي کوي هغسي يې و نۀ منو او نۀ ترېنه څۀ اثر واخلو، بلکې د هغوئ د هري خبري پوره پوره پوسټ مارټم وکړو، نو بيا به موږ ته په صحيح معنا د هغه تر شا د پټو عواملو درک لګيږي او هم د داسي پوسټ مارټم له لاري موږ د دې په پټ مقصد ځان خبرولای شو.

                                                                                         اسلام اباد

                                                                                 ٢٦ جنوري ٢٠١٤م کال

3 COMMENTS

  1. Der aala leekana da.Arif Tabassum rora da Pakhtun qom parastee da nahame laseeze da Zia shahai khkar shawe da.Wass Pukhtana da yaw koom pa hissiyat sa wajood na laree balke da mazhabparastano yaw badnazma hujoom tre jorr shawe che pake Qaryan. Mullayan, Dewbandian, Barelian dee aw wass pake khurasanian hum paida shawee dee.Da dase halato zimawar moong Pukhtuna pa khpala yuu.Moong sara da Pakhtunwalai pa shakal ke yao kha dastoorul amal maujood woo kho aghe na moong sar gharrawana wakrra ao pa noro laro rawan shwoo.Moong da taraqai kawalo shauk prekhe dy ao da marg na pas da hooro pa talassh ke sargardan garzoo

  2. سلیم صافی یو ډیر ستر او با احساسه پښتون ژورنالیسټ دی چي تل یه د پښتنو دپاره یه خپل غږ په ډیره منظمه توګه پورته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب