جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د «دوزخ په جنت کې» ننداره / طاهر طیار

د «دوزخ په جنت کې» ننداره / طاهر طیار

یوه ورځ په ټولګي کې د څنګ ملګري د نړۍ ادب له استاده وپوښتل چې زموږ ادبیات هم ددې جوګه دي چې د نړیوالو ادبیاتو په کتار کې ودریږي؟ ما د استاد سترګو ته سترګې ورپورته کړې. خو ده  خپلې  سترګې د پوښتونکي په سترګو کې ګنډلې وې. هغې ورځې نه مې دا خبره په زړه کې وه چې وروسته به یې وکړم.  

المانی شاعر او لیکوال ګویته وایي چې د نړیوالو ادبیاتو سرچینه د یوه هیواد له پولو او ولسه ورهاخوا بل ځای وي. مانا، ستا پنځونه تر هغه نړیوال ارزښت نه شي خپلولی، تر څو چې عاطفه/فکر دې په خپل ملت او هیواد کې نښتي وي. یعنې نړیوال ادبیات د هر چا دي. ادبپوهانو د نړیوالو ادبیاتو د منښت لپاره ځيني آرونه ایښي، خو زما زړه ته ونه لوېدل. اثر دې باید په نورو ژبو ژباړل شوی وي. یاد اثر باید او باید د یوه هیواد  له پولو دباندې په نورو کې هیوادونو کې خپور وي او… . زه خپله خبره سپموم.  

ما په مشهورو او نړیوالو اثارو کې وروستی هغه د ((یوه محکوم وروستۍ ورځ/ The last day of a condemned man)) لوستی. دا کتاب د ویکټور هوګو له ډېر لاس په لاس شوي نښیرونو څخه دی. په منځینو پېړیو کې کلیسا  ټول‌واکه وه. دا وخت د کلیسا جوړه/ناجوړه خبره د کاڼي  کرښه او پرېکړه یې بیخي  وروستۍ وه. اروپا په دا پېر کې د اعدامونو ګڼې تجربې تر شا پرېښودې. بېکاریا د  ۱۷-۱۸ پېړیو په منځ کې (مجازات او جرایم) ولیک. دې کتاب د کلیسا د وخت د حقوقي پرېکړو لمنه ورټوله  کړه او د نوي حقوقي او فکري نظام  ستنې یې ټینګي کړې. ویل کیږي چې د (یو محکوم وروستۍ ورځ) دومره عام  شو چې په اروپا کې یې  یوه نیمه پېړۍ د اعدام لړۍ ودروله. هوګو، دا کتاب په  لومړۍ ځل بې نومه او نښانه خپور کړ. یوازې یې دومره  پرې ولیکل: (( ښایي دا د کوم محکوم د زندان یادښتونه  وي او یا د کوم شاعر/فیلسوف د فکر زېږدنده.)) زه خپله خبره  سپموم. تاسو د دې بې جوړې کتاب دا جملې ولولئ: ((ولې په مرګ محکوم ونه اوسم. نه پوهېږم په یوه کتاب کې مې لوستي و، چې د دې کتاب تر ټولو ښکلې جمله هم وه.انسانان ټول په مرګ محکوم دي. څوک وړاندې، څوک وورسته. که داسې  خبره ده، بیا زما کیسه له نورو څه توپیر لري!؟))

یوه بله یې: (( له هغې ورځې چې زما حکم صادر شوی، څومره کسان به د اوږده عمر له وجې مړه شوي وي؟ څومره روغ او تاند ځوانان به چې هیله یې درلوده ما د اعدام په رسۍ کې ځوړند ووینی؛ له ما مخکې شوي وي؟ او څومره نور به تر ما مخکې مړه شي!؟))

او دا یوه یې هم: (( څه مې کړي وای؟ بله لاره نه وه. یوه ورځ  ډېر وږی شوم. د یوې نانوایي ښیښه مې ماته  کړه او یوه ډوډوۍ مې غلا کړه. ویې نیولم. ما لا ډوډۍ خولې ته کړې نه وه چې پر ابدي حبس محکوم شوم او په اوږه یې په داغ شوې میله  ولیکل: پر ابدي حبس محکوم.!!!))

دا دی خپله خبره کوم. زموږ ادبیات( دلته مې موخه یوازې داستاني ادب دی.) هېڅ د نړیوالتوب تومنه  نه لري. دلیل یې دا چې نړیوال ادب باید تولیدي فکر ولري. یعنې نړیوال اثار باید او باید د ټولو انسانانو د مشترکو پوښتنو ننګونکي وي او یا هم د ټولو انسانانو د د زړه  غږ او یا په ستوني کې د تربتې شوې چیغې استازی اثر وي. د یوه اثر نړیوال کېدو ته په لوړو تېراژونو چاپ او په نورو ژبو یې ژباړل؛ ډېر واړه شرطونه دي. د تولستوی، دانتې، هوګو، همینګوی او… اثار ولې ټولمنلي دي؟ ذهن ناکراروي. سړی فکر کولو ته اړ کوي. نړیوال اثار پر لویو او ګډو بشري پوښتنو لیکل کیږي. د داستان له اغېزه که څوک سترګې پټوي، ظلم کوي. شعر لکه په اسمان کې راپیدا شوی برېښنا. دومره دې خبروي چې باران راروان دی.  داستان لکه نم. له لاندې زېم اخلي او یو وخت د دېوال تر چت یې ختلی وي. لکه  جرس، تر منزله به یې غږ اورې. موخه مې دا چې داستانونه د بشر د  فکر په بدلانه کې تدریجي ونډه اخلي.

سارتر خو ګرم نه  و چې ادبیات یې یوازې نثري/ داستاني پنځونې بللې او شاعري یې په پلاستیکي هنرونو ورګډوله. اوس فکر وکړئ. د پښتو مو چې څومره ناولونه لوستي، کوم یې د نړیوالتوب حق لري؟ یوازې د پروفیسور راز او محمد اکبر کرګر اثار داسې دي، چې د نړۍ د بل انسان د لوست لپاره هم یو څه لري او زما باور دا دی دوی دواړه اګاه او ډېر لوستي استادان دي. په لیکنو کې به یې خود د لویو لیکوالو سبکي ځانګړنې تبارز کوي. 

د ډاکټر محب زغم ( دوزخ په جنت کې) هم پوښتونکی او تولیدي ناول دی. د ډاکټر صاحب دا اثر به په پښتو کې د لویو نړیوالو اثارو د پنځونو پل وبولو او په نېک شګون به یې ونیسو. ډاکټر زغم لیکي چې شیکاګو ته د لیکوالۍ د سیمینار په موخه تللي وو. د سفر په منځ کې بد زړه تنګون راولوېد. هملته مې تصور وکړ چې دوزخ مکان نه، زمان دی. د ناول نطفه په شیکاګو کې د زړه تنګون بده څپه بولي. کیسه یې داسې ده چې ګلاب (د ناول مرکزي کرکټر) جنت کې وي. هماغه جنت کې لکه څنګه چې زموږ میندو موږ ته په  ماشومتوب کې انځوراوه. په جنت کې (ولې) منع وي. په پوښتلو دی له جنته بهر کیږي. د پاکستان کراچۍ ته ستنیږي. دی هلته په یوه کارخانه کې کار کوي. د کارخانې د څښتن له ستوغ چلن  سره مخیږي، په روژه  ماتي کې غواړي روژه ماته کړي؛ خو نه پرېښودل  کیږي. حتا حقه مزدوري هم ترې ګرځوي. دا وخت یو مولانا پرې مهربان شي. هغه یې تیلیغ ته راوبلي او دی هم کټر تیلیغي شي. نوره کیسه یې بیا خپله ولولئ. 

((غواړو خوندونه ابدي وي خو داسې نه ده)). کتاب په همدې جمله پیلیږي. دا خبره  زما هم ده،  ستا هم او د بل هم. 

پرې غږ مې کړ: ودرېږه! ته څوک یې؟

مخ  یې راواړاوه، ویې ویل: 

مه سپړه رازونه چې خراب به شې

باتې وي خونونه، په عذاب  به شې

که زه څوک نه یم نو دا فکر څنګه کوم؟ اوفففف! دغه لعنتي پوښتنې نو ولې رانه  لاس نه اخلي؟ له ځانه سره مې  وویل  چې کاش دغه آرامي ابدي وای. 

خو له دې خوند سره وېره ولې مله ده؟ موږ ډېر بدمرغه یو. د دې پر ځای چې د راحت او خوښۍ په وخت کې پوره پوره خوند واخلو، په دې ډاریږو چې هسې نه دغه خوند او خوښي څوک رانه وا نخلي. ولې راته ټوله دنیا د خپلې نېکمرغۍ دوښمنه  ښکاري؟ 

ویې ویل: دلته ګناه نشته. دلته هر څه بس ثواب ګڼه. 

نو ګناه چېرته وي؟

ګوره زړه مې! ګټه هغه کوي چې نه پوهیږي. ته به اخر په هر څه پوه شې خو بیا به پښېمانه  وې. په خوبولې غږ مې  پوښتنه وکړه: د څه شي نه به  پښېمانه شم؟

د پوهېدو نه.  

د دې ناول انځوریزه  ژبه  او د تشبیهاتو ګڼه کارونه کم سارې څه چې بې سارې ده. له دې زاویې دا ناول له ډېرو نړیوالو او مشهورو ناولونو سره د سیالۍ جوګه  دی.

د لګېدلو مرمیو سوري په دېوالونو کې داسې ښکارېدل لکه د چیچک د ناروغ مخ. 

وخت ولاړ و. هره ګړۍ به مې ساعت ته کتل خو ستنې یې داسې ورو ورو خوځېدلې لکه د ساه لنډۍ ناروغه بوډۍ. زړه مې غوښتل چې په وخت پسې کوتک راواخلم او ویې ځغلوم.

هګۍ یې داسې پخې وې چې سپین یې  ټینګ پوخ شوی و خو ژېړ یې د لمر غوندې په منځ کې اوبلن ولاړ و.

 د سیند اوبه د سپوږمۍ رڼا ته لکه سپین زر ځلېدې. دا ځلا د اوبو له وړو څپو سره داسې ښکته پورته خوځېدله لکه پېغله چې ویده وي او د کمیس په غاړه یې ګنډل شوې اشرپۍ د ساه له اخیستلو او ایستلو سره  کښته پورته شي او رڼا ته وپړقیږي.

تېندارې ښی لاس په هوا کې او چپ لاس یې له  ښي مټ سره  ونیو، ویې ویل: دومره دومره ډوډۍ به وې.

ډاکټر صاحب زغم لیکلي چې دا ناول له  نورو متقاوت دی. دا چې تفاوت یې  څه دی، دا به کره کتونکي او تاسو مالوموۍ. رښتیا هم چې ناول متقاوت دی، خو له پښتو ناولونو څخه بدل دی. ښایي نورو لیکوالو (مانا د نورې نړۍ) د لیکوالو هم ورته ناولونه او داستانونه وي. ما وړاندې خبره  وکړه چې په  پښتو کې د دې ناول لیکل په نېک شګون نیسم. ته ګوره که کوم افغان لیکوال د نړیوالو اثارو د پنځونې انګېزه ترې واخیسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب