Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاسیايي پراختیايي بانک په افغانستان کې بیا فعالیت پیلوي

اسیايي پراختیايي بانک په افغانستان کې بیا فعالیت پیلوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۵مه) اسیايي پراختیايي بانک غواړي چې راتلونکی کال په افغانستان کې خپل فعالیت بېرته پیل کړي.

د راپورونو له مخې، دا بانک به د ۲۰۲۴ په جنورۍ یا هم فبرورۍ کې په کابل کې خپله څانګه بېرته پرانیزي.

اسیايي پراختیايي بانک، چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي، غواړي چې افغانستان ته شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالره بشري مرسته وکړي.

ویل شوي چې د دغه بانک دوو اصلي تمویلوونکو امریکا او جاپان د دغه بانک له چارواکو غوښتي چې په کابل کې خپل دفتر پرانیزي.

اسیايی پراختیايي بانک، سره له دې چې په تېرو دوو کلونو کې په کابل کې خپل دفتر بند کړی و خو له افغانستان سره یې د طبي خدماتو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...