شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ښکلا یعنې څه؟ | محمد احمدي

ښکلا یعنې څه؟ | محمد احمدي

په انساني نړۍ کې ښکلا او ښایست، د ژوند یوه برخه ګڼل کیږي. موږ ټول تل هڅه کوو تر څو ښکلی څیز واخلو، واغوندو او یا هم ښکلي ښکاره شو. خو اصلي خبره دا ده چې دا ښکلا ده څه او موږ څه ته ښکلی ویلی شو؟ آیا د ښکلا اندازه معلومه ده؟ په کومه تله تلل کیږي او د یو ښکلي څیز یا کس صفات او نښې کومې دي؟

د ښکلا د تعریف په برخه کې متفاوت نظرونه شته. ګویټه وايي، ښکلا داسې یو مېلمه دی چې هر چېرته لاړ شی هر ځای او په هر کور کې قدر لري. د کارت بیا وايي، هر هغه څه چې زموږ په سترګو خواږه لږي، هماغه ښکلا ده. فرانکلین بیا ښایست او حماقت د یوه څیز نومونه بولي. سقراط ښکلا ته د لږ وخت ظلم وايي. اپلاتون ښکلا نظم او ارستو ېې بیا همغږي بولي. اپلاتون وایي چې ښکلا د شیانو ترمنځ له کل سره همغږي ده. مثلاً یوه ودانۍ وي، د هغې د وره، کړکۍ، دیوال….ټولو ترمنځ یو تناسب پکار دی. خوشال خان خټک هم دغه شان ترکیب ښکلا بللې ده؛

هره مینه چې په خال په زخه کیږي

هغه واړه د ښه مخ له مخه کیږي

خو سوال دا دی چې د پورته تناسب، همغږۍ یا خال نه مراد کوم ډول جوړښت دی؟ پوښتنه پیدا کیږي چې کوم نظم او همغږي؟ یا د خوشال ښه مخ نه مراد کوم مخ دی؟ 

په ټوله کې، تر دې دمه موږ د ښکلا لپاره یو واحد او منل شوی تعریف نه لرو. د باوګارټن په وينا؛ د ښکلا د رازونو څخه يې یو دا دی چې د ډېرو اوصافو له کبله ورته هیڅ واحد تعریف نه شته. آناتول فرانس وايي چې، موږ به هیڅکله پوه نه شو چې ښکلا څه ده او ولې یو شی ښکلی دی.

د ښکلا په اړه داسې پوښتنې هم شته چې آیا ښکلا یو ذهني مفهوم دی که عیني؟ او یا که د دې دواړو یو ترکیب دی. د نړۍ ګڼو سترو فیلسوفانو د لرغوني یونان نه رانیولې تر معاصرو پورې دغه ډول سوالونه  مطرح او د ځوابونو د موندلو لټه او هڅه یې کړې ده. 

یو لړ د ګوتو په شمیر فیلسوفان په دې باور دي چې، ښکلا یو عیني مفهوم او صفت دی او زموږ ذهن ېې د یو لړ اصولو او قواعدو په مرسته درک کوي. دغه ډله، ښکلا د یو څیز د وجود برخه ګڼي. په دې معنا چې ښکلا د یو شي مستقل او ذاتي صفت دی نه د وګړو د لید څرنګوالی. د دې نظرېې د معتقدینو له ډلې، یو هم ارستو دی چې د ښایست درک عمومي ګڼي. يعنې که یوڅوک ښایسته وي، ټولو ته ښه ښکاري. لکه زموږ په ټولنه کې غټې سترګې، سپین مخ او دنګه ونه د ښکلا یو ډول منل شوې نښې دي.
د انګریز روماني شاعر شیلي په نطر، فطرت پخپل ذات کې د ښکلا پلوی دی او د خپل ښایست لپاره د فنکار له بیانه بې نیازه دی. یا په بله وینا، فنکار په فطرت کې ښکلا نه تخلیقوي، یوازې بیانوي یې.

د یوې بلې ډلې په باور چې هیګل ېې سرلاری دی، ښکلا د ذهني او عیني مفهوم ترکیب دی. یعنې ښکلا د کتونکې سترګې، ذهن او ښکلي څیز تر مینځ په اړیکه ولاړه ده. په بله وینا، ښکلا هم د عاشق په سترګو کې ده هم د معشوقې په حسن کې. یعنې، د ښکلا منبع هم د انسان په خپل ذوق او احساساتو کې ده او هم په چاپیریال او له بنیادمه بهر دنیا کې. 

خو ډیری فیلسوفان له لرغوني یونان نه رانیولې تراوسه ښکلا یو ذهني مفهوم ګڼي او هغه ته د یوه دروني درک او احساس په سترګه ګوري، چې دا درک په ټولو انسانانو کې متفاوت دی. مطلب دا چې، دوې ښکلا د درد، خوښې او یا غم په څېر یو احساس بولي. څوک نشي کولای دا ثابته ګړي چې د هغه غم یا خوښي څومره ده یا کوم څه چې دی ځنې کړيږي د بل چا لپاره به هم د ورته کړاو سبب وګرځي او که نه؟ او یا دا چې د ښایست د اندازې لپاره یو خاص معیار وټاکي چې د ټولو لپاره دې د منلو وړ وي.

د ذهني نظریې له مخې؛ ښکلا د کتونکي په سترګو کې ده نه د محبوب په مخ او یا په طبعیت کې. د دې نظرېې له مخې، ښکلا یو انفرادی قضاوت او ځانګړی درک دی. یعنې، که یو څیز د یو کس لپاره ښکلی وي، نو دا حتمي نه ده چې د بل لپاره دې هم په همغه اندازه ښکلي واوسي. ایټالوی فیلسوف کروچي Croce په دې باور دی چې؛ که موږ ته یو څوک ښکلی ښکاري، دا ښکلا زموږ په سترګوکې ده نه د هغه مخ کې. همدارنګه، نیچه  هم ښایست د یو ‌ذهني مفهوم په توګه مني او وایي چې؛ ښایست داسې کوم څیز نه دی چې بهرنی وجود دې ولري بلکې ښایست زموږ د تن یو حالت دی.

اپلاتون وايي چې ښکلا هر ځاى کې شته خو د درک لپاره يې خپل معيار وي. د اپلاتون خبره په دې سمه بریښي چې تر ډېره عملي بڼه لري او د هر چا تصور له ښکلا نه توپیر لري. څوک به په طبعیت مئین وي، څوک به یو مخ د ښکلا سرچینه بولي، څوک به په ظريفو هنرونو مئېن وي او د همدې هنرونو په تابلوګانو کې به ښايستونه لټوي. ځیني به د موسیقۍ په نغمو خپله مینه ماتوي، چاته به د اوبو شور يو خوندور کيف وي، څوک به په رنګونو کې ښکلاوې لټوي، څوک به په خپل کلتور او لباس کې ښايستونه ګوري .په ټوله کې داسې ویلای شو چې، ښکلا د هر چا د ذوق او هرې سيمي د شرايطو او زمان سره متفاوته تعبيريږي.

استاد غضنفر وايي؛ افريقا کې افريقايي د عيسوي مذهب پېروان د بي بي مريم د مجسمې جوړولو لپاره تر ټولو تورې تيږي پسې ګرځي، هغوی په تک تور رنګ کې ښکلا پلټي چې دغه ليدلورى په سپين پوستو عيسوي مذهب پېروانو کې برعکس دى. د دې ترڅنګ چې ښایست یوه ذهني پدیده ده، د یوه شخص لپاره هم تلپاتې ثبات نلري او د وخت په اوږدو کې د ګڼو لاملونو او تجربو له امله مو ذوقونه او علایق بدلیږي. 

 د اتلسمې پېړۍ مشهور فیلسوف، ډیویډ هیوم وايي؛ که وغواړو چې له ښکلا نه وغږیږو، باید په خپل باطن کې ېې وڅېړو نه د بیروني موجوداتو په ذات کې. د ده په اند، ښکلا زموږ په سترګو او ‌ذهن کې یو خاص احساس دی او موږ ېې د شیانو په لیدو سره هغو ته منسوبو، او وایو چې دا ښکلی او دا بدرنګ دی. مطلب، دا ښکلا اویا بدرنګي په اصل کې د هغه جسم او یا شخص اصلي صفت نه دی، مګر زموږ دروني درک او د حواسو په بنا ولاړه پریکړه. مانا دا چې؛ زموږ ذهن هغه ډول تناسب یا جوړښت ته ښکلی وايي یا يې ښکلی ګڼي. لکه د غني خان په لاندې بیت کې چې وايي؛

مینه حسن جوړ کړي بیا پرې مینه شي مېنه

مینه لېونۍ ده لېونۍ ده مینه مینه

موږ له هغه څه سره مينه کوو چې خوند راکوي. يا په بله وینا، راته ښکلي واېسي. دا ښکلا زموږ خپل ذوق او نظر دی نه د هغه شي  ښکلی جوړښت چې موږ پرې مېنېږو. غني خان په تعجب سره د مینې کار يا د مينې احساس یو لیونی احساس بولي او دلیل ېې هم ممکن د هغه د مينې اړوند چې هغه ته ښکلی دی د خلکو منفي یا جلا غبرګون وي.

 فیلسوف الکساندر ګارټن وایي چې؛ ښایست د انسان د حواسو د درک نتیجه ده. د ده په باور، ذوق د حواسو په مټ د قضاوت قابلیت لري نه د فکر. ایمانویل کانټ د ګارټن د خبرې په تاييد سره داسې انګېرې چې، د ذوق ټولې کړنې په ذهني قضاوت راڅرخي او عقلي اصولواو تفکر ته په کې لار نشته. کله کله یو څه وینو، مینه مو پرې راشي او بې له دې چې زموږ فکر يې تصدیق کړي پرې مینېږو. په فارسي ژبه کې یو مشهور متل دی چې؛ چشم عاشق کور است. ‌او یا د حمزه بابا دا بیت چې وايي؛

عقله ته به سیال د محبت نشې

دنګه مناره څه وي تر غره پورې

خوشال خان ېې داسې انځوروي؛

عقل خپل پوځونه تار په تار خواره کا

چې پرې رایشي د عشق خوني لښکرې

 عارفان هم نږدې ورته باور لري. دوي وايي چې په دنیا کې هیڅ شي بدرنګه نشته او هر څیز او ترکیب د ښکلا یو ډول دی. خو دا خبره د عامو انسانانو لپاره ډیره آسانه نه ښکاري. د دوې په قول، دا د تفکر یو خاصه او لوړه درجه ده چې انسان داسې مقام ته ور رسېدای شي چې د هستۍ هر څيز ښکلی وويني. د مثال په توګه، د مولانا لاندې بیت چې د نړۍ هر منظر او جوړښت د خپل نظر او احساس کیفیت او څرنګوالی ګڼي؛

 باده از ما مست شد نه ما از او

قالب از ما هست شد نه ما از او

په همدې توګه، د فلسفی له مخې، موږ نشو کولای چې یو څیز ته د مطلقې ښکلا نسبت ورکړو. لکه، کله هم دا نه وایو چې پلانۍ یو مخ بدرنګه یا ښکلې ده، په نسبي شکل وایو چې دا نجلۍ تر هغې یوې ښکلې ده یا دا ځوان تر هغه یو  بدرنګ دی. ‌ځکه په فلسفې کې مطلق حکم نشي کیدای. په همدې اساس، ښکلا هم یو ډول ذاتی انفعال دی لکه د ساړه او ګرم موسم په وړاندې د انسان احساس او غبرګون.  

د پورته خبرو په اساس، موږ نشو کولای چې یو څیز په عموم کې ښکلی فرض اوله نورو هم ورته تمه ولرو. باید دا ومنو چې، د هر چا انتخاب د هغه لپاره ښکلی انتخاب دی. ځکه چې دا ټول متفاوت ذوقونه له یوې رښتونې مبدا، سرچينه او منشأ لري، موږ په متفاوته بڼه له خارجي موجوداتو څخه متاثره یو. که د ټولو اذهانو مخينه يوه او د انسانانو «ذهني ـ اروايي» جوړښت پوره يو رنګ وای؛ نو نور به د بدرنګۍ او ښکلا صفت کې هیڅ ډول جنجال هم موجود نه وای؛ يعنې ټولو به واحد څيز بدرنګ يا ښکلی مانه. نو ځکه د بدرنګتوب او ښکلا په حکم کې توپير، د انسانانو په اروايي جوړښت او ذهني مخېنې په توپير پورې تړاو لري. لکه څنګه چې دا توپیر، رښتونی او واقعي دی، د بدرنګۍ او ښکلا په اړه متفاوت احکام اواندونه هم واقعي دي.

اخځلیکونه

  1. پاینده، سلیم.(۲۰۱۹). نیچه،هنر او ښکلا
  2. پسرلی، اجمل.(۲۰۱۸). ښایست، فلسفه او خوشال
  3. سیال، حامد.(۱۳۹۸). ښکلا څه شی دی؟
  4. حکیمي، رحمت الله.( ۲۰۱۴). ښکلا څه ته وايي؟
  5. حمیدي، حمیدالله.(۲۰۱۸)
  6. درمل، ډاکټر احسان الله. (۱۳۹۷). دوهم چاپ، شعرستان
  7. غضنفر، اسدالله.(۲۰۱۴). د ښکلا په باره کې څو پوښتنې
  8. مالیار، محب الرحمن.  (۲۰۱۶). په نوي هنر و ادب کې فلسفي ښکلا او ښکلاپېژندنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب