اميريعقوب خان د شيرعلي خان زوى د اميردوست محمدخان لمسى دى. د شيرعلي خان د لومړنۍ واکمنۍ په پير کې د هرات د والي په توګه وټاکل شو.
کله چي شيرعلي خان د عبدالرحمن خان او محمد اعظم خان په لاس ماتې وخوړه، ده ته يي چي په هرات کې و، پناه يووړه. ده خپلي لښکري ورسره يوځاى کړې او کندهار يې له محمدسرور بن محمداعظم خان څخه ورته ونيو. شيرعلي خان دده په مرسته کابل ونيو او دوهم ځل پاچا شو. خو کله چي پاچا شو، د خپلي مېرمنې عائشې چي شيرعلي خان ته ډيره ګرانه وه، په شيطانت يي يعقوب او ايوب دواړه زندان ته واچول، د عائشې له نس څخه پېدا شوي زوى يي (عبدالله جان) د خپل ځاى ناستي په توګه وټاکو .
کله چي له ډيرو خبرو اترو وروسته شيرعلي خان او انګريزانو له یو بل سره وخواړو او شيرعلي خان د مزارشريف په لور په شا کېدى، نو يعقوب خان يي له زندانه خوشى او په کابل کې يي پرېښود. يعقوب خان له اووه کلن بنده وروسته د افغانستان د حالاتو او پېښو څخه بي خبره د انګريزانو په رحم او کرم کې پاته شو.
له بلې خوا د يعقوب خان خسر سردار يحي خان د نادر خان نيکه چي د شيرعلي خان له ويري هند ته تښتېدلي و او هلته انګريزانو د خپل څارګر په څير استعمالاوو ،په داسي حال کې چي يقعوب خان په رواني ناروغۍ اخته له زندان څخه راووت، له يعقوب سره اړېکې ونيوي. هغه يي تشويق کړ، تر څو د انګريزانو واکمني ومني او ښې اړيکي ټېنګي کړي.
په ٢١ فروري ١٨٧٩ ز شيرعلي خان وفات شو ، خلکو له يعقوب خان سره بيعت وکړ ، يعقوب خان يحي خان د کابل د والي او شيرعلي کندهارى د کندهار والي وټاکو. يعقوب خان د شيرعلي خان د وفات او د خپلي واکمنۍ پيغام د هند وايسراى ته واستاوو.(مارچ ١٨٧٩ز) انګريزانو په داسي حال کې چي لښکرو يي سرحدات پايمال کړي و، له دې پيغام څخه يي د سولې مطلب واخیست، هغه شرايط چي شيرعلي خان ته يي ويلي وو، په يعقوب خان وتپل او خپل لښکر يي په سرحداتو کې ايسار کړ، سرکيوناري يعقوب خان ته پيغام واستاوو تر څو راشي او په ګندمک کې ددواړو خواوو ترمنځ يو تړون وشي.
د ګندمک تړون
اميريعقوب خان د ١٨٧٩ په مي کې ګندمک ته ورسېد، هلته سر کيوناري، جنرال براون او نور انګريزي مشران پخوا لا راغلي وو ، د تړون مادې په ٢٦ مي (١٢٥٧ل) کې په دې توګه لاسليک شوي : ١- د دې قرارداد د لاسليک د ورځې څخه د دواړو هيوادونو ترمنځ دايمي سوله او دوستې ټېنګيږي.
٢- ددې قرارداد له امضاء څخه وروسته به دافغانستان امير دخپلو اتباعو هغه ډله چي د جنګ په وخت کې د انګريز له دولت سره مکالمه، مراوده او مکاتبه درلوده، رسمي فرمان په اثر وبښې.
٣- د افغانستان امير مجبوردى چي وروسته له دې له نورو هيوادونو سره خپل معاملات د انګلستان سره د مذاکرې په اساس او د هغوئ په خواهش اجراء کړي، د افغانستان امير حق نه لري له نورو هيوادونو سره مستقيم روابط ټېنګ کړي او د انګريز دولت له مشورې پرته له کوم بل هيواد سره د جګړې اعلان وکړي، د دې شرط په مقابل کې د بريتانيا دولت حاضر دى، نوموړى امير د پرديو د تيريو په مقابل کې د پېسو، وسلو او عسکرو په وسيله په هر ډول چي د بريتانيا دولت وغواړي حمايه کړي او هر وخت چي مناسب وبولي مرسته يي وکړي،که دبريتانيې عسکر دکوم ضرورت په وخت کې دامنيت د برقرارۍ او د خارجي تيري د دفاع په موخه د افغانستان خاورې ته داخليږي، د سولې او امنيت له برقرارۍ وروسته به فوراً هيواد ته بيرته وګرځي.
٤- د دې لپاره چي د دواړو هيوادونو مناسبت لاټېنګ شي او دافغانستان سرحدونه د پرديو له تيريو څخه واستل شي د انګريزدولت لازم بولي، چي خپل دايمي نماينده افغانستان ته واستوي، دغه نمائنده به د خپلي رتبې مطابق يو ټولګۍ عسکر هم له ځانه سره ولري او هم د بريتانيا هيواد حق لري چي، د ضرورت په وخت کې خپل خصوصي نمائندګان له معينو هيتونو سره افغاني سرحداتو ته واستوي، په مقابل کې د افغانستان امير حق لري خپل نمائنده د هند د ويسراى دربار يا نورو هندي مقاماتو ته واستوي.
٥- دافغانستان امير دانګريز دنمائندګانو دمحافظې او ساتنې لپاره او له دې کبله چي دهغو سره شرافتمندانه رويه وشي، ځان مسؤل بولي او دبريتانيې دولت په مقابل کې وعده ورکوي چي هيڅ وخت به دافغانستان په داخلي معاملاتو کې مداخله ونه کړي او دهغو نمائندګان احترام به ساتې .
٦- د افغانستان امير له خپلي خوا او نورو سردارانو له خوا تعهد کوي چي له انګريزي نمائندګانو او نورو وګړو سره چي د تجارت لپاره افغانستان ته راځې، شرافتمندانه معامله وکړي او د هغو په شخصي معاملاتو کې مداخله ونه کړي.
۷- امير له انګلستان سره تجارتي روابط ټېنګوي او دهيواد تر منځ سړکونه پرانيزي ، ترڅو چي دواړه هيوادونه سره آزادانه تجارت وکړي او هم دواړه هيوادونه اتفاق وکړي، دغه لارې له خطرڅخه محفوظي وساتي. دغه تجارتي معاهده به د دواړو هيوادونو ترمنځ د يوه کال لپاره مرعي الاجرا او دهيوادونو ترمنځ به ازادې وي.
٨- له کورمې څخه تر کابله دتلګراف دسيم د غزولو لګښتونه به د انګريز دولت په غاړه وي او د هغه ساتنه په امير اړه لري.
٩- له دې کبله چي ددواړو هيوادونو تر منځ دوستې برقراره شي او دبريتانيې عسکرله ډاډمنيې سره دافغانستان دخاوري څخه وځې، دسيالکوټ ولايت او دفوشنګ علاقه دکوږ ک تر غره پوري ، دکرم علاقه دجاجي تر سرحد پوري ،مشرقي تر څنډې پوري (هفت چاه) او لنډې کوتل دي انګريزانو ته ورکړل شي.که څه هم ددريو علاقو (کرم ،پشي، رسوۍ) واګذري به په دايمې او قطعي توګه نه وي.داسيمې به دهغو اراضيو په نامه (چي امانت سپارل شوي دي) يادې کړو او بيا به مستردې شي. ددغو سيمو ماليه داداري ضروري لګښتونو له ورکړي څخه وروسته افغانستان ته ورکول کيږي او يوازي دهغې اداره او حمايه به په بريتانياپوري تعلق لري. برسيره پر دې دبريتانيې دولت به دخيبر او پيچ دتيريدځېو اداره او نظم ونسق چې دپېښور او جلال آباد تر منځ واقع دى ، ددغو سيمو آزادو قبايلو سره دوستانه مناسباتو سره به لاس ولري.
١٠- له دې کبله چي دافغانستان امير وکولاى شي چي خپل اقتدار بر قرار کړي او هم پورتنى شرايط صادقانه اجراء کړي ، دبريتانيې دولت وعده ورکوي چي هغه او دهغه ځاى ناستو ته به دمملکت داصلاح په غرض دکاله شپږ لکه کلدارې ورکوي. اميريعقوب – سرلوئيس کيوناري له تړون څخه وروسته : له تړون څخه وروسته سرلوئيس کيوناري له امير يعقوب سره کابل ته راغى ، يعقوب خان يواځې تش په نوم واکمن او چارې ټولي دسرلوئيس کيوناري په لاس کې وي. يعقوب خان چي کابل ته ورسېد ، ايوب خان يي دهرات والي وټاکو او له هغه څخه يي غوښتنه وکړه چي يوپلتن عسکر ورته راوليږي،ايوب خان عسکر وروليږل، عسکرو ته په هرات کې ويل شوي وو چي معاش به په کابل کې درته درکړل شي ، عسکر چي کله کابل ته ورسېدل له سرلښکر داود شاه خان څخه يي غوښتنه وکړه ، ترڅو معاش ورکړي. داودشاه خان ورته وويل:”ستاسو غوښتنې حق دې ، خو اوس ټول اختيار له کيوناري سره دى ، هغه ته ورشى او معاش ترې وغواړى.” عسکر چي کله دکيوناري کور ته چي په بالاحصار کې و، ورسېدل. نو کيوناري ګومان وکړچي ملت پاڅون کړى او عسکر غواړي پر ده حمله وکړي، خپلو ساتندويانو ته يي امر وکړ چي په عسکرو ډزې وکړي ، عسکرو هم متقابلي ډزې پيل کړي ، يعقوب خان ډيره هڅه وکړه تر څو ډزې بندي شي،خوعسکرو يي خبرو ته غوږ ونه نيو، په پايله کې دسرکيوناري په ګډون دسفارت ١٢٣ کسه ووژل سول. داخبره سمدستې دهند وايسراى لاردليتن او جنرال رابرتس ته ورسېده ، انګريزانو دجنرال رابرتس په مشري يو يوځ دلوګر له لاري افغانستان ته راوليږ، يعقوب خان چي کله دانګريز پوځ دحملې څخه خبر شو ، ځان يي رابرتس ته ورساوو، خو هغه ورسره په ترېو تندي خبري وکړي او بندي يي کړ. يعقوب خان د ١٨٧٩ ددسمبر په دوهمه نېټه له کابل څخه هند ته وليږدول شو او همهلته د ژوند تر پايه پوري استوګن و.