Homeخبرونهسعودي کې د دیني علماوو غونډه: د ځواکونو له وتلو سره د...

سعودي کې د دیني علماوو غونډه: د ځواکونو له وتلو سره د جګړې لپاره هېڅ دلیل نشته

تان، ( جمعه، د جوزا ۲۱) د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان دیني علماوو په یوه غونډه کې، افغانستان کې د جګړې او وینې توېیدنې درولو غوښتنه وکړه.

د دغو درېيو هېوادونو علماوو، افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، چې د سولې او پخلاینې له لارې دې خپل اختلافونه ختم کړي.

دا یوه ورځنۍ غونډه د سعودي عرب په کوربتوب جوړه شوي وه.

دې غونډې ته د پاکستان استازو وویل، چې افغانستان کې امنیت، پاکستان او سیمه کې د ټیکاو مانا لري او دوی به افغانستان کې د جګړې ختمولو کې همکاري وکړي.

غونډې ته ځینو نورو ویناوالو، افغانستان کې اوسنۍ جګړه ناروا وبلله او ټینګار یې وکړ، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، د جګړې لپاره هېڅ دلیل نه ‌شي پاتې کېدای.

سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر ویلي، د افغانستان کړکېچ نظامي حل لار نه ‌لري او جګړ باید په خبرو ختمه کړای شي.

سعودي کې د پاکستان سفیر: پاکستان باید طالب مشران سولې ته وهڅوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...