پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهیوه وسله وال کس ،کابل ښار کې په ډزو ۱۱ تنو ته...

یوه وسله وال کس ،کابل ښار کې په ډزو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند( جمعه، د جوزا ۲۱) د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند یوه وسله وال کس ۱۱ کسان په ډزو ویشتي.

د سیمې خلک وایي، تېر ماښام ناوخته یوه وسله وال کس د سید نور محمد شاه مېنې په وحدت ښارګوټي کې پر لاره تېرېدونکو عامو خلکو ډزې وکړې، چې له امله یې ۵ تنه ووژل شول او۶ نور ټپیان شول.

ځايي خلکو د همدې پېښې په غبرګون کې تېره شپه د وژل شویو کسانو جسدونه د یادې سیمې (حضوري چمن) سره عمومي سړک ته را ایستلي وو.

د کابل پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د نا امنیو پېښې ډېرې شوي او عام خلک یې هم سخت اندېښمن کړي دي.

کابل ښاریان له امنیتي ادارو غواړي، چې د دا ډول پېښو په مخنیوي کې جدي اقدامات وکړي.

1 COMMENT

  1. عجیبه دادی دی چی ښاریان دامنیتی ادارو څخه د ښار امنیت انتظار لری ځکه په امنیتی ادارو کښی همدا دپنجابی پاکستان او اخوندی ایران تربیه شوی قاتلان او ددوی همقطاران اساسی رول لوبوی ددوی اختلاف د مقامونو له کبله د ارګ سره او همدارنګه د طالبانو د ځپلو لپاره بی ګناه ښاریان شهیدان کوی او پړه په دولت اچوی چی د ښار امنیت نشی ساتلۍ او ددی له لاری ملامتیا د ښاریانو وژل په طالبانو هم اچوی په واقعیت کښی د افغانستان دا وروستنی شل کالنی بدبختی د پنجابی پاکستان ، اخوندی ایران او امریکا انګلیس له خوا تربیه شوو قاتلانو او فاسدو دیموکراتانو له خوا د بادارانو په هدایت دوامداره ساتل کیږی ، تر څو چی اجنبی غلامان له مینځه ولاړ نشی او افغانان ازادانه ملی حکومت جوړ نکړۍ شی نو دا وحشت به دوام ولری !!!!!
    د اجنبیانو بی رحمانه هدف دا هم دی چی افغانان د خپلو غلامانو په وسیله سربیره د لوږی د نا امیدی له کبله په تریاکو او چرسو بیماریو مبتلا کړی او هم په تدریجی ډول روحی بیماری افغانانو ته رامینځ ته کړی چی پدی ترتیب افغانان جبرآ غلامی ته سرونه ټیټ کړی ، بلی د افغانستان راتلونکی امیدونه ( منورین ځوانان ) په ښارونو کښی د تریاکو ، چرسو او روحی بیماریو باندی مبتلا دی دا د افغان ملت راتلوونکی لپاره ستره ضربه دی ، افسوس چی منورین په خارجی ممالکو کښی بی پروا لیده کیږی اودا به تر څو پوری ؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب