Homeخبرونهد امریکا دفاع وزیر وایي، د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ډېر ستونزمن...

د امریکا دفاع وزیر وایي، د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ډېر ستونزمن دی

تاند ( جمعه، د جوزا ۲۱) د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټين وایي، د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوی دی.

نوموړي د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې په استماعیه غونډه کې دا خبرې وکړې.

لویډ اسټین په دې غونډه کې دې پوښتنې ته د مشخصو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه، چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو په واسطه د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط په صورت کې ایا امریکا افغان ځواکونو ته هوایي ملاتړ برابروي او که نه.

د امریکا د دفاع وزیر امریکایي قانون جوړونکو ته وویل، چې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هوایي ملاتړ برابرول به ډېر ستونزمن وي.

هغه وویل اوس امریکایي پوځیان د هوایي ګزمو او نظارتي ماموریت لپاره کشفي الوتکې د فارس په خلیج کې د الوتکه لیږدونکو کښتیو او د خلیج د هیوادونو څخه افغانستان ته لیږي.

امریکا داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې تېره ورځ ناټو ویلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغان پوځ سره د همکاریو نوی باب پرانیزي.

ناټوله افغان پوځ سره د همکارۍ نوی باب پرانیزي

دا خبره تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پانتیکورو د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې کړې ده.

د ناټو ملکي استازي ویلي دوی له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره همکارۍ ته ژمن دي، خو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د همکارۍ نوی باب پرانیستل شي.

ناټو له دې وړاندې هم ویلي چې له افغان پوځ سره همکارۍ ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

1 COMMENT

  1. زه باور نلرم ، چې امریکا به د افغانستان دولت سره مخلصانه او څنګه چې وعدې کوي، په خپلې وینا عمل وکړي، امریکا د افغان دولت او ملي ځواک په وړاندې د اعتبار ځواک بایللی دی.
    اوس افغان ملي پوځ او افغان دولت ته پکار دي، چې د هند، روس او له نورو هیوادونو څخه وسلې وپلوري.
    افغان دولت ته پکار دي، چې خپلو نړیوالو دوستانو سره دفاعي او امنیتي تړونونه رامنځ ته کړي، تر څو د افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په مرکز او قرارګاه بدل نشي، او د یو راتلونکي بشري ناورین څخه افغانان وژغوري.
    طالبان به هیڅکله هم واک ته ونه رسیږي، بلکې دوی به د یوې بلې کورنۍ جګړې سره مخامخ شي، چرته چې به عام ولسونه هم دوی سره لاس په لاس جنګ وکړي، هغه قرباني چې افغان ملي پوځ د خپل هیواد د ساتنې لپاره وړاندې کړې ده، هغه بې سارې ده، دلته په هر کور کې هرې مور یو زوی د هیواد لپاره قرباني کړی دی.
    د افغانستان دښمنان به هیڅکله د پردیو لپاره خپل منزل ته ونه رسیږي، سوله د ټولو غوښتنه ده، او د دې لارې ځواک ته رسیدل شونې دی. سوله یوه عملي، عقلي او روا لار ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...