پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+پي اېس اېل ۱۶مه لوبه:د رحمن الله ګربز لوبډلې بریا خپله کړه

پي اېس اېل ۱۶مه لوبه:د رحمن الله ګربز لوبډلې بریا خپله کړه

تاند ( جمعه، د جوزا ۲۱) د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو ۱۶مه لوبه د ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

کراچۍ کېنګز پچه وګټله او لومړی یې ملتان سلطانز ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ملتان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې.

ريلي روسو ۴۴، خوشدل شاه ۴۴ ناسوځېدلې، سهیب ثاقب ۳۱ او محمد رضوان ۲۹ منډې ترلاسه کړې.

د کراچۍ کېنګز له خوا تیسارا پریرا ۲، وقاص مقصود او عماد وسیم ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.

د کراچۍ کنګز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۲ منډو په توپیر بایلوده.

د دوی له لوري بابر اعظم ۸۵ ناسوځېدلې او چاډویک والټن ۳۵ منډې وکړې.

د ملتان سلطانز له خوا بیا عمران خان ۳ او عمران طاهر ۲ لوبغاړي وسوځول.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړو رحمن الله ګربز د خپلې لوبډلې ملتان لپاره ۳ او نجیب الله ځدراڼ بیا د خپلې لوبډلې کراچۍ کېنګز لپاره ۱۱ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب