پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+د راشدخان ښې لوبې یو ځل بیا لاهور لوبډله بریالۍ کړه

د راشدخان ښې لوبې یو ځل بیا لاهور لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( جمعه، د جوزا ۲۱) د پاکستان سوپرلیګ ۱۷ مه لوبه د لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په دې لوبه کې د راشد اړوند لاهور قنلدرز لوبډلې بریا خپله کړه.

لاهور قلندرز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ.

پېښور زلمي لوبډلې تاکل شوی هدف پوره نشو کړای او لوبډله یې یواځې د ۱۶۰ منډو په جوړولو بریالۍ شوه او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

راشدخان یوځل بیا په دې لوبه کې په زړه پورې لوبه ترسره کړه او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نوموړي په ۴ اورونو کې  د ۲۰ منډو په ورکړې ۵ لوبغاړي وسوځول.

افغان ګوګلي ماسټر راشدخان په تېره لوبه کې هم د ښې لوبې په ترسره کولو غوره لوبغاړی ټاکل شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب