پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له عمان سره لوبه لري

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له عمان سره لوبه لري

تاند ( جمعه، د جوزا ۲۱) د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال جام او د اسیا د اتلولۍ جام ته د لارموندنې په موخه د پیل شویو لوبو په دوام نن د عمان فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، چې  دا لوبه به د افغانستان په وخت د شپې په نهه بجې او ۴۰ دقیقو سره پیل شي، چې په خبره یې افغان لوبغاړو ورته پوره چمتووالی نیولی دی.

د روانو سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې له دې وړاندې د بنګله ‌دېش خلاف سیالۍ کې لوبه یو یو مساوي پای ته ورسوله.

د یادونې ده، چې له دې لوبې وروسته به د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د روانې جون میاشتې په ۱۵مه نېټه خپله درېیمه لوبه د هند پر وړاندې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...