جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونههند په کندهار کې د خپلو دوه استخباراتي مامورینو د وژل کېدو...

هند په کندهار کې د خپلو دوه استخباراتي مامورینو د وژل کېدو ادعا رد کړه

تاند(جمعه، د جوزا ۲۱) هند هغه راپور رد کړ چې ګنې د دغه هیواد دوه استخباراتي مامورین په کندهار کې د پولیسو یوه ماموریت ته څېرمه مړه موندل شوي دي.

په کابل کې د څېړنې او شننې په نوم یوه تحقیقاتي مرکز ادعا کړې چې د هند د بهرنیو استخباراتو دوه مامورین، چې په یوه پراختیايي پروژه کې یې ظاهراً د انجینیرانو په توګه کار کاوه، په کندهار کې مړه موندل شوي دي.

د دغه مرکز یوه ژورنالیست همداراز ادعا کړې چې دغو هندي مامورینو د بلوچستان له بېلتون غوښتونکو او دغه راز پاکستاني طالبانو سره د وسلو او پیسو مرسته کوله.

خو په کندهار کې د هند جنرال کونسل ناریش کومار وايي«دا خبره مو په ټویټر کې ولیدله. داسې نه ښکاري چې حقیقت دې ولري. زموږ د اوسنیو معلوماتو له مخې، دا خبر دروغ دی.»

تر دې وړاندې هم په کندهار کې  څو ځلې پر هغو بلوڅانو مرګوني بریدونه شوي چې دې ښار ته یې پناه راوړې ده.

په کندهار، جلال اباد او هرات کې د هند پر کونسلګریو او په کابل کې د هند پر سفارت هم په ځلونو خونړۍ حملې شوي دي.

هند په دغو حملو کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړی او ویلي یې دي چې آی ایس آی دا بریدونه د لشکرطیبه او حقاني شبکې په مرسته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب