هغسې چې نړۍ د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کوي او هرڅه عصري کېږي، پوځونه هم د نوې ټکنالوژۍ په مرسته خپله وړتیا بدلوي.
نور دېته اړتیا نه شته چې په ماین پوښل شویو ساحو کې بشري ځواک فعالیت وکړي، اوس په نړۍ پر دې غور روان دی، چې د ماشیني انسان (روبوټونو) په مرسته دا کار وشي.
نن سبا د نړۍ ګڼ پرمختللي پوځونه د دې پرځای چې د جګړو ساحې ته خپل سرتېري ولېږي د بې پېلوټه الوتکې په ذریعه خپل اهداف په نښه کوي او دا الوتکه ممکن د یو څو مشخصو کسانو له خوا کنټرول شي او قوماندان د انداخت امر ورته وکړي.
اوس مهال په دې ټول پوهېږي چې د يوه غښتلي، په وسلو او د هېواد په مینه سمبال وسله وال ځواک پرته د هېواد ساتل، پولو خوندیتوب هغه هم په داسې حال کې چې ګاونډیان دې نه یوازې شتمنۍ، اوبو او کانونو ته غله وي، بلکې د هېواد شتون دې هم نه شي زغملای، له امکان څخه ليرې خبره ده.
داسې وسله وال پوځ ته چې د هېواد د خپلواکۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي، تر څنګ يې د هیواد د پرمختيا لپاره داسې ماحول او شرایط رامنځ ته کړي چې هېوادوال يې د سولې او امن په فضا کی ژوند وکولای شي او د دښمن شومې موخې په نطفه کې شنډې کړای شي اړتيا ده.
دا په هغه صورت کې د امکان وړ ده چې له هره پلوه یوه غښتلي او په خپلو پښو ولاړه اردو موجوده وي.
د يوې پیاوړې اردو لپاره په لومړي سر کې بشري ځواک ډېر اړين دی، که چېرې يو هېواد د بشري ځواک له نشت سره مخامخ وي، نه شي کولای چې د بشپړ باور وړ اردو ولري، ځکه اجيرې اردوګانې يوازې خزانې تشوي او څرنګه چې اړینه ده په هغه شکل د هېواد غوښتنو ته ځواب نه شي ویلای، خو بشري ځواک په دې مانا نه دي چې اردو د پرسونل او شمېر له پلوه ستره وي، بلکې د يوې سترې او د شمېر له مخې د يوې پړسېدلې اردو څخه د کم شمېر خو د لوړې وړتيا او کیفیت اردو ډېره د پام وړ وي.
د غښتلې او لوړ کیفیت اردو لپاره جګړه ییز چمتووالی، ښه رهبري، پر ځای سوق و اداره، دقيقه پلان جوړونه، د ورځنيو اړتياوو په پام کې نیولو سره د ښو وسلو او پوځي تجهيزاتو لرل، د قوماندانانو ابتکار، تجربه، انسیاتیف، تدبير، پر ځای او پر وخت پرېکړې، زړورتيا، لوړ مورال، انګېزه، د هېواد ملي ګټو ته ژمنتيا، په پوځي هنر د پوهو قوماندانانو موجودیت، په جګړه ییزو تکتیکونو او ستراتيژيو پوهېدل، د پوځي اسرارو محرم ساتل، د ملي ګټو پالنه او ساتنه، د قوماندانانو او سرتېرو لوړ جرات، لوړه روحیه، قاطعیت، صداقت، عدالت، متانت، دلاوري، ځان پېژندنه، د خپلو خلکو ملاتړ تر لاسه کول، د تبليغاتو او رواني جګړې پر سمه توګه پر مخ بېول، د مکافاتو او مجازاتو په هکله سمې او پر ځای پرېکړې، د دوست او دښمن د ځواکونو او وړتیا په هکله کافي معلومات، همغږي او تشریح مساعي، په سمه توګه له کشف او استخباراتو څخه ګټه پورته کول، پر ځای او پر وخت لوژستيکي خدمات، د پرسونل فزيکي او روحي وړتيا لوړول، انضباط او ډسپلين ته اهميت ورکول، د شهيدانو کورنيو او ټپیانو ته پر وخت لاسرسي، دا او د دې په څېر نورې ټولې کرنې د سالمې ښوونې او روزنې له لارې تر لاسه کېږي.
دا سالمه روزنه ده چې د اردو کیفیت او ورتیا لوړوي، ښوونه او روزنه ده چې د سرتېرو په کړه وړو کې مثبت بدلون راولي او د ښوونې او روزنې په ډګر کې د مختلفو جګړه ییزو تکتیکونو تجربې تر لاسه کېږي، روزل شوي او د لوړ کیفیت اردو خپلې پخوانۍ تېروتنې اصلاح کوي، له مثبت تقليد څخه ګټه پورته کوي او په هره برخه کې نوښت رامنځ ته کوي.
په مسلکي ډول د يوې روزل شوې اردو په هکله فولادي امير، امیر عبدالرحمن خان وايي:
«د يوې روزل شوې اردو سره جګړه کول، په واقعیت کې له غره سره ډغرې وهل دي. له غره سره ډغرې وهل، غره ته زیان نه شي رسولای بلکې خپل سر ماتوي.»
پایله: د فارسي ژبې نامدار شاعر فردوسي به ویل:
سیاهی لشکر نیايد به کار
یک مرد جنګي به از صد هزار
او یا:
اګر صد هزارند و ما صد سوار
فزوني لشکر نیاید به کار
دا هم د يوې روزل شوې اردو په هکله بشپړ صدق کوي، چې وايي:
یک ګرګ درنده در کارزار
بهم بردند کله صد هزار