پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهناټوله افغان پوځ سره د همکارۍ نوی باب پرانیزي

ناټوله افغان پوځ سره د همکارۍ نوی باب پرانیزي

تاند ( پنجشنبه، د جوزا ۲۱ مه)  ناټو وايي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغان پوځ سره د همکاریو نوی باب پرانیزي.

دا خبره په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پانتیکورو د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې کړې ده.

له دغې شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د سولې پر بهیر، روانه جګړه او تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي.

خبرپاڼه وایي، همدا راز د ناټو او افغان ځواکونو ترمنځ پر همکارۍ او ترهګرۍ ضد مبارزه هم بحثونه شوي دي.

د ناټو ملکي استازي ویلي دوی له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره همکارۍ ته ژمن دي، خو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د همکارۍ نوی باب پرانیستل شي.

ناټو وړاندې هم ویلي چې له افغان پوځ سره همکارۍ ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

د ناټو د مشر دا خبرې داسې مهال دي چې تر دې وړاندې امریکا هم ویلي چې سږ کال یې په خپله بودیجه کې د افغان پوځ لپاره په مرستو کې ډیروالی راوستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...