تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۰) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په لوګر کې د حفیظ الله حق پرست په نوم چې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال و وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې حق پرست په یوه داسې سیمه کې وژل شوی، چېرته چې وسله وال طالبان فعال دي.
له دې وړاندې د دغه خبریال کورنۍ ادعا کړې وه، چې وژل شوی خبریال د افغان ځواکونو له خوا په فیر شوې مرمۍ لګیدلی او وژل شوی دی، خو هلته ځايي امنیتي چارواکي بیا دا ادعا بې اساسه بولي.
حفیظ الله حق پرست پرون چهارشنبه له غرمې وړاندې د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په کلنګار سیمه کې هغه مهال چې په خپله ځمکه کې په کروند ه بوخت و ووژل شو.
د نوموړي د کورنۍ غړیو ویلي چې حق پرست د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د رامنځته شوې نښتې له امله چې د جنګ یوه مرمۍ یې په لاس او سینه ولګیده، ووژل شو.
د حق پرست کورنۍ او خبریالان ملګري یې وايي چې باید د هغه د وژل کیدو عاملین په نښه او له قانون سره سم دې په سزا ورسیږي.
د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ویلي چې په یاده سیمه کې چېرته چې ځایي خبریال حق پرست وژل شوی، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ کومه جګړه نه ده شوې او په خبره یې ښایي، نوموړی د هوایي ډزو او یا هم د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی وي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، چې حق پرست په یوه داسې سیمه کې وژل شوی، چېرته چې وسله وال طالبان ډېر حضور لري او په خبره یې د دوی لومړنۍ څیړنې ښيي، چې حق پرست وسله والو طالبانو وژلی دی.
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د حق پرست د مړینې پړه نه ده منلې او نه هم وسله والو طالبانو د افغان حکومت د ادعا په غبرګون کې څه ویلي دي.
حفیظ الله حق پرست شاوخوا دوه کاله وړاندې واده کړی و او له هغه یوه لور او مېرمنه پاتې شول.
نوموړي له ۱۳۸۳ کال راهیسې له بېلا، بېلو رسنیو سره د خبریال او د خپرونو د وړاندې کوونکي په توګه کار کړی و، خو له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې یې له کومې رسنۍ سره دنده نه درولوده.