دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeمقالېد پلچرخي له زندانه رارسېدلی لیک

د پلچرخي له زندانه رارسېدلی لیک

زه …. یم د کابل د پلچرخی زندان له توقیف خونې څخه
دلته په ټوله کی زندانیان څه ستونزې لري زه یې په ګوته کوم له تاسو هیله لرم چی په اړه یې له مسولو چارواکو سره خبرې وګړئ چې د محبوسینو او محجوزینو ستونزو ته حل لارې پيدا شي.
ستونزی:
۱ – دلته په یوه وینګ کی له ۳۵ څخه تر۴۵ تنو پورې بندیان اوسي چی د یوه وینګ مساحت ۱۵په ۳ متره دی، دلته زندانیان د سیمنتو په سر بیدیږی.
۲- منظم صحي خواړه نه رسیږي یعنی په ۲۴ ساعتونو کې دوه وخته خواړه ورکول کیږي.
۳- داچې د کرونا وبا په تیزۍ سره خپریږي دلته هیڅ احتیاطي تدابیر نه شي مراعت کیدلی.
۴- دلته روغتون شته خو درمل او ډاکتر نشته.
۵ – بندیان د پوستکي او په نورو ساري ناروغیو اخته دي.
۶- په څلورو اونیو کې یو ځل پایوازی ورکول کیږي چې د کورنیو غړیو او مدافیع وکیل سره په  وخت نه شو لیدلی  او د جامو په ګډون د ځينو اړینو توکو د اخیستلو له ستونزو سره لاس او ګریوان یو .
۷- په کانتین کې د ځينو اړینو او اولیه توکو بیه تر اسمانه رسیږي؛ مثلاً یوه هګی ۱۵ افغانۍ او ۴ رومیان (سره بادنجان) په سل افغانۍ
۸- صحي اوبه نه لري او کانتین د اړتیا وړ اوبه نه رسوي.
۹- داسې متهمین شته چې کلونه کیږي دوسیې یی نه دي څيړل سوې او د محکمې د حکم د ځنډ له امله لا په زندان کې ساتل کیږي.
۱۰- تر ۳۰ سلنه بندیان د کرونا نښې لري چې پاملرنه ورته نه کیږی.
۱۱- او اړینه دا چې په اوونۍ کې ۳ ورځې د یوه ساعت لپاره ازادې هوا ته پريښول کیږي او د تن جامې او دبیدیدو ځایونه یې هیڅ لمر نه اخلي.
هیله ده زما هویت محفوظ وساتی په درناوی

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب