Homeخبرونهپه بغلان کې د ماین پاکانو د وژلو مسؤلیت داعش ډلې په...

په بغلان کې د ماین پاکانو د وژلو مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۰) په بغلان کې د ماین پاکانو د وژنې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی. دا خبر د  استخباراتو هغه سایټ چې د سخت دریځو ډلو فعالیتونه څاري ورکړی دی.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وړمه شپه د وسله والو کسانو له خوا د هلوټرسټ موسسې لس ماین پاکان ووژل شول او ۱۶ نور یې ټپیان شول.

د هلو ټرسټ مشر، جیمز کوون هم ویلي چې وسله والو د شپې په لسو بجو په کمپ برید وکړ او د مؤسسې ۱۰ کار کوونکي چې اکثریت یې هزاره ګان و، ووژل او ۱۶ نور یې ټپي کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني د وژل شویو او ټپي شویو کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ دا برید “وحشیانه او بشري جنایت” بللی او د برید ملامتي یې په طلبانو اچولې ده، خو دغې ډلې په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د ارګ په یوه بیان کې د ښاغلي غني له قوله راغلي ” طالبان ځکه ماین پاکوونکي وژني چي هغوي لویې لارې، کر ځایونه او کلي د ماینونو او چاودیدونکو موادو نه پاکوي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخه نیسي چې د وسله والو مخالفینو لخوا کیږي. “

ویل کیږې چې د هلو ټرسټ موسسه د شاوخوا ۳۰ کالونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او تر ۳ زرو ډیر کار کوونکي لري.

دا پيښه داسې مهال رامنځ ته شوې چې په دوحه کې د طالبانو له استازیو سره د امنیت او خوندیتوب په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په وروستۍ کتنه کې له دې ډلې غوښتي و چې په افغانستان کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دې د ملګروملتونو د مرستندویه کارکونکو چې افغانانو ته په سختو شرایطو کې مرستې رسوي. خوندیتوب یقیني کړي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې بشر ضد جنایت بللی دی.

د یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په بېلو وسله والو ډلو کې داسې کړۍ شته چې په قصدي توګه د بشري مرستو په برخه کې فعال کسان په نښه کوي او دا بشر ضد جنایت باید ودرول شي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یو ځل بیا غږ کړی چې ټولې وسله والې ډلې دې د سولې لپاره خپل نیت په عمل کې ثابت کړي او د تاوتریخوالي په کمولو دې دا وښيي چې دوی عملا د جګړو کمول او د سولې تامین غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...