جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپنتاګون خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته د افغان ځواکونو پر هوايي ملاتړ...

پنتاګون خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته د افغان ځواکونو پر هوايي ملاتړ غور کوي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۲۰) د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پنتاګون په دې احتمالي پلان کار کوي چې که افغان امنیتي ځواکونه له جدي ستونزې سره مخامخ شول نو دوی یې هوايي ملاتړ وکړای شي.

ورځپاڼه وايي، پرون (چهارشنبه) څو جګپوړو چارواکو ورته وویل، د دې پلان پر اساس به امریکا له جنګي الوتکو یا بې پې لوټه الوتکو څخه په استفادې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ودانګي.

دوی وویل چې په دې اړه خبرې روانې دي چې افغان امنیتي ځواکونه په څه ډول لاسبري شي خو په دې اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د امریکا و لسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ اعلان وکړ چې له افغانستانه ټول پوځیان د سپټمبر تر ۱۱ پورې باسي. ده همداراز وویل«له دې نېټې به په افغانستان کې پوځي رول نه لرو، خو زموږ دیپلوماتیک او بشري کار به دوام وکړي.»

ټایمز وايي، که امریکا غواړي چې د افغانستان هوايي ملاتړ وکړي، دوام به یې ورته ګرانه وي ځکه چې امریکا به نور په دغه هیواد کې اډه نه لري او هر هوايي برید باید د خلیج د سیمې له هیوادونو وشي.

ورځپاڼه په عین حال کې لیکي، د پنتاګون چارواکي هڅه کوي چې له بهره د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوايي حملو اجازه ترلاسه کړي. د ورځپاڼې پر اساس، په دې برخه کې اجازه د ولسمشر بایډن تایید ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا پوځ به په کلیوالي سیمو کې د افغان ځواکونو ملاتړ ونه کړي خو طالبان به پرې نه ږدي چې لوی ښارونه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب