Home+بایډن د ټیک ټاک د بندیز پرېکړه رد کړه

بایډن د ټیک ټاک د بندیز پرېکړه رد کړه

تاند- د امریکا ولسمشر جو بایډن پر ټیک ټاک هغه بندیز پای ته ورساوه چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لګولی و.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن د مخکیني ولسمشر د حکم د لغوه کولو ترڅنګ نوی درې نورې پرېکړې کړي دي.

ښاغلي بایډن د امریکا د سوداګرۍ وزارت ته امر کړی چې د بهرنیو کمپنیو په اړه پلټنې وکړي او وګوري چې د متحدو ایالتونو ملي امنیت ته خطر لري او که یې نه لري.

د بایډن د دې نوي حکم معنا دا ده چې هر ډول راکړه ورکړه به په ځیر څېړل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې بېلابېلو محکمو د ټیک ټاک په اړه د دونالډ ټرمپ د پرېکړې په اړه منفي فیصله کړې وه.

خو د بایډن حکومت هیله لري چې اقدام به یې په محکمو کې رد نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...