دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي د پاکستان حکومت د افغان کډوالو پر ضد په...

ټي ټي پي د پاکستان حکومت د افغان کډوالو پر ضد په جنایت تورن کړ

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۶مه) د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې وغندلې او پاکستان یې په جنایت تورن کړ.

ټي ټي پي وايي، د پاکستان حکومت له کډوالو پیسې اخلي او د دوی پر ضد بشري جنایت ترسره کوي.

د ټي ټي پي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د چترال سیمې په وروستۍ حمله کې د افغانانو لاس لرل غیرحقیقي او بې اساسه دي.

ټي ټي پي، چې له کلونو راهیسې د پاکستان پر پوځي هدفونو بریدونه کوي، د افغانستان له خاورې په بریدونو کې د افغانستان د حکومت د لاس لرلو ادعا چورلټ رد کړه.

ټي ټي پي په خپله خبرپاڼه کې همداراز ویلي:«د چترال د سیمې په وروستیو حملو کې د افغانانو لاس لرل له حقیقته لېرې او بې اساسه دي.»

ټي ټي پي د پاکستان حکومت له افغان کډوالو په رشوت اخیستلو او ورڅخه په سو استفادې تورن کړی او ویلي یې دي چې پاکستاني پوځیان هڅه کوي چې له دې لارې میلیونونه روپۍ ترلاسه کړي.

پاکستان په ځلونو ادعا کړې چې د ټي ټي پي جنګیالي په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان د خپل امنیت په ټینګولو کې د پاتې راتلو پړه پر افغانستان اچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب