جمعه, مې 10, 2024
Home+د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

عبدالسمیع واحدي

د هایدرولیکي ساختمانو متخصص

لیکوال: انجینیر عبدالسمیع واحدي

……په تیر پسي

 د سیلابونو د کنترول طریقه:

د ځمکي  ګرمیدل او په نړی کي د اقلیمی بدلون له کبله د موسمي اورښتونو اوقات ګډوډ شوي او په همدي علت  سیندونو کې د بحراني جریان (سیلابي) ورځی ډیري  او د سیند د متوسط جریان ورځې کمي  شوی دي. په دې معنی چې د پسرلي په موسم کې دوامداره سیلابونه راوځي  خو ورپسې د دوبي موسم کې چي نباتات اوبو ته اړتیا لري او کروندي باید خړوب شي د سیند منځني جریان اصغري حالت ته غورځیدلی. د سیلابونو راوتل ویجاړونکي وي چي اکثره وخت ولسونو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اړوي.

 د نفوسو زیاتوالۍ، ښاري پراختیا، د آبګیر په ساحاتو کي انساني فعالیتونه او مداخلي، د سیند د حریم غضب، د سیند د اوبو د جریان په مسیر کي موانعو ایجاد، صحراګرایی، د ونو پري کول او د تعمیراتو د ساختماني چارو دپاره د  شنو ساحو له منځه وړل هغه مهم عوامل دي چي د سیلابونو د جریان رژیم يي مختل یا ګډوډ کړی او ورسره د تخریباتو کچه لوړ شوی.

په اوسني وخت کي که له یوي خوا د باران د اوبو راټولول یوه حیاتي موضوع ده له بلي خوا د سیلابونو مهارول او کنترول هم یوه جدي اړتیا ده تر څو د سیلاب د زیانونو کچه حد اقل ته ورسیږي.

د سیلابونو کنټرول د حکومت او د عامو خلکو د مشترکو هلو ځلو په پایله کي ممکن کیداي شي د اوبو د منابعو ټولیز مدیریت د حکومت د مهمو دندو څخه دی چي باید د انساني غیر علمي او سر په خوده فعالیتونو مخه ونیول شي او عام خلک پرینښودل شي تر څو د اوبو په منابعو کي غیر مسولانه مداخله وکړي او په دي ترتیب ایکو سیستم ته زیان ورسیږي. له بلي خوا د سیلابونو کنترول د تخنیکي اساسي او یا عنعنوي ساده ساختمانونو په جوړولو سره په دوه عمده او اساسی طریقو کیدلي شي اوله طریقه د لویو ذخیروي بندونو په جوړولو سره کولای شو د سیند سیلابی حالت کنترول کړو، خو لکه څنګه چی دا کار زیات لګښت، تخنیکي او فني پرسونل، دقیقه علمي څیړني او زیات وخت  ته اړتیا لري بنا افغانستان غوندي هیواد کي د اوس دپاره دا کار غیر عملي بریښي. دویمه طریقه د غرونو په لمنو کي یا د آبګیر په ساحه کي د ساختماني صنعتي او غیر ساختمانی (محلی) موادوڅخه په ګټه اخیستني د چکدمونو )تاخیري بندونو) د جوړولو په واسطه کولي شو چي سیلاب کنټرول  او زیانونه يي حد اقل ته ورسوؤ. د افغانستان شرایطو ته په کتو چکدمونه یا کوچني تم کوونکي ساختمانونه د ډیر ساده  محلي موادو څخه په ګټه اخیستني هم امکان لري د محلي موادو چکدمونو جوړولو تخنالوژي هم ډير ساده او بسیط ده چي پرمختللو وسایطو ته اړتیا نلري.

چکدم (تم کوونکي بندونه):

چکدم (تم کوونکي په دري کي تاخیري) بندونه کوچني او بعضي وخت لنډ مهاله ساختمانونه دي چي په پاسني برخه کي د آبګیر د ساحي یا هم ښکته ساحو کي د سیندونو د میلان د کنټرول دپاره د کندي، یا د آبګیر د ساحي په هغه برخو کي چي د ځمکي میلان بیخي زیاد وي او له امله يي د اوبو د جریان سرعت زیاتیږي یا هم د سیند په عرض کي جوړیږي او په ډي ډول د سیلاب شدت او سرعت کموي تر څو د  سیلاب تخریبات حد اقل ته ورسوي. چکدمونه ځکه لنډ مهاله وي چي د سیلابونو په وخت کي  چکدم د بند د شا ساحه ډک کیږي او اکثره وخت د چکدم ساختمان تر رسوبي موادو لاندي شي مګر د ساحي میلان (سلوب) پري کنټرول کیږي.

تم کوونکي بندونه (چکدم) د سیلابونو د کنټرولولو یو لرغونی تخنیک دی چې د دویمې پیړۍ راهیسې تاریخ لري.

چکدمونه په وقفه يي شکل یو په بل پسي جوړیږي تم کوونکي بندونه د ساحي میلان یعنی سلوب کموي چی ورسره د اوبو د جریان سرعت کمیږي په دي ډول رسوبات (sediment) کنترولیږي، د سیلاب تخریبات حد اقل ته رسیږي،  همدارنګه د ځمکي د سطحي تخریبات کمیږي او ځمکي تل ته د اوبو جذب زیاتیږي، او په ترتیب سره د آبګیر په ساحه کي د ځمکي د نباتي پوښښ ساحه پراخیږي……. نور بیا

د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب