Homeخبرونهسبا سه شنبه د سالنګ لویه لار د مسافرو او سوداګرو پر...

سبا سه شنبه د سالنګ لویه لار د مسافرو او سوداګرو پر مخ خلاصېږي

تاند ( دوشنبه د مرغومي/ جدي ۳مه) د سالنګ لویه لاره به سر له سبا (د مرغومي ۴مه) د سوداګریزو کاروانونو او مسافرو لپاره بېرته پرانیستل شي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې دغه لاره د بیارغونې له امله تړل شوې وه.

نوموړی زیاتوي، چې یاده لار اوس د تګ راتګ لپاره چمتو شوې،چې سبا به خلاصه شي.

د سالنګ لویه لار هر کال د ژمي په راتګ سره له ستونزو او کړاوونو ډکه وي او وخت ناوخته د باران، واورې ورښت اږ نورو ستونزو له امله تړل کېږي.

د دې لارې مسافر له طالبانو غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې او د لارې د بندښت د مخنیوي دایمي حل وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...