چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهمسوولان: له کروندګرو د غنمو اخیستو لړۍ پای ته ورسېده

مسوولان: له کروندګرو د غنمو اخیستو لړۍ پای ته ورسېده

تاند ( دوشنبه د مرغومي/ جدي ۳مه) د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، له کروندګرو څخه د ۳۸ زره ټنه غنمو د اخیستو بهیر پای ته ورسېده.

د یاد وزارت مسوولان زیاتوي، چې د طالبانو سرپرست حکومت د رهبر د فرمان له مخې، له کروندګرو څخه د یو میلیارد افغانیو په ارزښت غنم پېرل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې اخیستل شوي غنم اوسمهال په سیلوګانو کې ځای پرځای کېږي.

د وروستیو شمېرو له مخې یوازې د کابل په مرکزي سیلو کې ۱۷ زره ټنه غنم ذخیره شوي دي.

دا غنم داسې مهال ذخیره کېږي، چې په هېواد کې سلګونه زره خلک له لوږې سره مخ دي او داسې کورنۍ هم شته چې که په دې ساړه ژمي کې مرستې ور ونه رسېږي ښایي د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي.

1 COMMENT

  1. هر دولت د هېواد ارضی تمامیت او ملی نوامیسو نه د دفاع او ساتنی پخاطر دسختی شرایطو دپاره د آذوقی دخیره کولو تدابیر ولری ، احمقان و کودنان به دې ذخیره ته د بیمورد استفاده فکر لری چی داسی کسان د جامعې ناروغه او د سر بار او مزاحم نه بل څه نه دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...