Homeخبرونهشهبازشریف، تحریک انصاف ګوند سره خبرو ته کمېټه جوړه کړه

شهبازشریف، تحریک انصاف ګوند سره خبرو ته کمېټه جوړه کړه

تاند ( دوشنبه د مرغومي/ جدي ۳مه) ‏د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند سره د خبرو دا کمېټه د دغه هېواد د ملي اسامبلۍ مشر سردار ایاز صادق په وړاندیز جوړه شوې ده.

په کمېټه کې د هغه مرستیال او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، رانا ثنا الله، سناټور عرفان صدیقي، راجا پرویز اشرف، نوید قمر، خالد مقبول صدیقي، علیم خان، چودري سالک حسین او سردار خالد مغسي شامل دي.

تر دې وړاندې، د تحریک انصاف ګوند اوسني مشر ګوهر علي خان ویلي وو، چې د پاکستان حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د مخکې تګ لپاره یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

دا کمېټه داسې مهال جوړېږي، چې اوسمهال پاکستان کې امنیتي وضعیت سخت ترینګلی او د اندېښنې وړ دی او خلک هم تمه لري، چې حکومت به د روانو ناندریو مخه نیسي او حل لار به ورته ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...