Homeخبرونهنن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین...

نن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي

تاند ( دوشنبه د مرغومي/ جدي ۳مه) ‏د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې نن د ډسمبر په ۲۳ مه په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزرات وایي، چې دغه کمپاین به د ډسمبر تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۴،۸ میلیونه له پنځو کلنو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د معلوماتو له مخې دا کمپاین به کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیسي.

دغه کمپاین د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي، چې د پولیو ناروغي پکې موجوده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...