د خاطرو له ناچاپې ټولګې څخه
د مقدر رنځوره ږیره
د ۱۳۷۸ کال د ګلالي وري په غاړه کې د ژوند جرس وشرنګېده، دغه جرس پخپل سندریز غږ د دښتد، غاړو، غرونو رغونو پر سر زرغون شال وغوړاوه.
د نارنج وږمو هم ننګرهار په سر واخست، شاعرانو ورپسې د تخیل وړانګې وغځولې ، د ورېښمینو طلايي زلفو د حافظې په جب کې ګوتې وهلې چې د نارنج سندربولې ته ترې څه بود کړي.
سپینې پګړۍ بډوهلې پایڅې د اسمان په شنو کې ګرځېدې، کسو یې سپین ګاټي پر خپل مدار څرخول، سپینو سپینو، شېخ فریده، پټه خوله بهتري بلله، چوپتیا د شور په منګولو کې ساه اخسته.
د وري جرس د ګلونو وږمې وسپړلې، شاعر سپینو پګړو ته کتل چې اوس به څنګه ترې د نارنج د ګل وږمې په تور وربل کې نڅوي او شونډې به د سندرو په رنګ نڅوي؟!
دوی د تخیل په سمندر کې لامبو وهله چې له تله یې د تشبیه، استعارې او سېمبولونو مرغلرې را وباسي او خپل فکر پرې سندریز کړي چې د سپینو پګړیو باد پرې ولګېد.
بډ وهلې پایڅې اوږده څوباړي په لاس د ښار واټونو ته راووتې او ورغوی یې لوند کړ:
ـ بس نور د شونډو او کاکل ماکل خبرې لاړې، که چا دا خبرې یادې کړې، نو په عام محضر کې به…
څوباړی یې را پورته کړ:
ـ دا ګورئ!
شاعرانو په بڼو ځمکه ښکل کړه، څادرونه یې پر سر واچول او په واټونو کې لکه بڼکه باد په مخه کړل، د سپین پګړیو او یو شمېر ځوانو شاعرانو تر منځ سپږه مړه شوه.
د نارنج وږمې چې تر خیبره اوښتې وې، هلته یې تودې نشې پر مقدرشاه مقدر سر ګرځولی و، ترپکې یې وهلې، خریلي مخ ته یې نه وو کتلي، سپینه خولۍ پر سر د څوباړو پر ځمکه را ګډ شو، دا وخت له وخت سره په ټکر شاعران چې د ځینو د نیولو ګواښونه هم شوي وو، د جلال آباد په یوه سرای کې را ټول شوي او مړه غوږونه ناست وو چې مقدرشاه مقدر پرې را پېښ شو، ویل یې:
ـ زه خبر نه وم چې دلته دا حالات روان دی، ما نه خو لا خپله ږیره هېره وه، ستاستو یارانو مینې او نارنج ګل را په مخه کړی وم، ما ویل ځه جلال آباد به وګورم، دوستانو سره به ملاقاتونه وشي.
استاد محمد آصف صمیم هم له دغو شاعرانو سره زړه خوالې ته راغی، په ویش ویش یې ځان ستړی کړ، ما ور ته وویل:
ـ استاده! تا ته خو ښه دی موضوع پیدا شوه.
هغه پکې دا ټیکۍ واچوله:
ـ یوه موضوع خو نه ده، هلته په کندهار کې یې ځوانان لوبې ته غوښتي بیا یې پرې سرونه خرېیلي.
مقدر په سوچ کې ناست و چې څه ته راغلی و او پر څه واوښت؟! موږ یې د سوچ مزي را ښکل:
دا پرېکړه وشوه چې مقدر او استاد صمیم دې مشاعرې ته ورشي، استاد صمیم مقدر له ګوتې ونیو.
مقدر شاه مقدر چې کله خرېلی مخ په ګڼو ږیرو کې د مشاعرې دریځ ته ختلی، نو مینه والو د تکبیر په نارو نمانځلی و، د یوې غزلې پر ځای یې پرې ګڼې غزلې ویلې وې. مقدر د مینه والو شور یو لوېشت له ځمکې پورته پورته غورځاوه.
کله چې دی له دریځه را ښکته شوی، نو د اطلاعاتو کولتور رییس دریځ ته پورته شوی دی، د مشاعرې ګډونوالو ته یې مخ اړولی ، مقدر شاه دا وخت په زړه خوړلې وه چې: اوس دې لکه چې خیر نه شته، تا خو له شونډو او زلفو سره لوبې کولې، اوس دا دی ټک درکوي.
د ټک په انتظار و چې رییس لوډسپیکر شرنګولی:
ـ وروڼو! دغه مېلمه شاعر چې موږ او تاسې ته ډېر محترم دی، موږ یې…
له (یې) سره د مقدر سپینې تښتېدلي، مقدره! لکه چې پکې لاړې، د غزلو قرباني شوې. دی منتظر و چې اوس به یې پر څټ څوباړی کېښودل کېږي او په همدې عام محضر کې به پرې غوبل جوړوي.
رییس له (یې) وروسته ور وکتل:
ـ … قدردانی کوو، خو…
له ( خو ) سره د مقدر له پښو بیا ځمکه تښتېدلی ده، مقدره! بچو، اوس به د څوباړي والا در باندې برید کوي.
تا ته چا ویل چې میېن شه؟! تا ته چا ویل چې مشاعرې ته راشه، مقدره! تقدیر څه در پېښ کړه!؟ نېغ نېغ الوتی، په بیستو کې لاړې.
ده همدا سوچونه کول چې
د رییس له ( خو) وروسته ګډونوالو یو دم نارې کړې:
ـ ږیره ږیره ږیره …
مقدر ویلي چې که په ږیره خلاص شوم، نو خیرات کوم، خو څوباړي ته د ټینګې نه یم.
رییس موسکي ور کتلي:
ـ نو دا غوښتنه او هیله له تا څخه کوو چې دا مبارکه پرېږدې.
ده ور ته سمدستي ویلي چې:
ـ بس پرېمېښوده.
له هماغه ځایه بېرته خپل کاله (جم روډ) ته ستون شوی و، کال ته چې بیا د نارنج سندره بوله جوړېده، نو مقدر له خلکو، سیمې او نارنج سره د زیاتې شاعرانه مینې له مخې بیا پر پوله را واوښت، دا ځل د مقدر مخ بدل شوی و. ما ور ته وویل:
ـ لا په موټي کې نه راځي. پر دې نه خلاصېږې!
خندل یې:
ـ خیر به شي، خپله به لویه شي.
ـ خپله نه لوېږي، که دا حالات او د نارنج سندربوله وي، نو درباندې لوېږي.
په کټ کټ یې وخندل:
ـ د نارنج له ښاره مې سر ځار شه، دا مشاعره دې ژوندۍ وي، موټی څه چې تر نامه یې رسوم.
ږیره یې تر موټي اوږده کړه، خو رنځ پخپلو زېړو زبېښلو ګوتو دومره وځپله چې تکه سپینه یې واړوله او بالاخره یې ترې ساه هم ومروړله.
+++
له مقدر سره په کال ۱۳۷۳لمریز بلد شوم، دا وخت ما د خسرو اپرېدي د شعرونو په راغونډولو پسې د خیبر، تاترې او جم څنډې کتلې، د شینوارو او اپرېدو دېرې او هوجرې مې لټ په لټ کولې. دې خوارۍ او ګرځېدا را باندې مقدر وکوت، را سره وګرځېد، ګڼې سیمې او کسان یې را په ګوته کړل، د هغوی له خولو نه مې دده په برکت د خسرو سندرې را ټولې کړې.
په ۱۳۹۰کال کې مې وروستی ځل وکوت، ور نه مې هیله وکړه چې د حمزه بابا هغه غزل چې خیبر اپرېدي په جم کې د بابا د څلوېښتۍ په غونډه کې ویلی و، هغه را پیدا کړي. د هغه غزل یوه مسره مې په یاد وه:
ته څه خبر یې بادې سبا…
دا د بابا وروستی غزل و، خیبر اپرېدي په غونډه کې تر ویلو وړاندې وویل چې دا غزل د بابا وروستی غزل دی.
مقدر ټټر وواهه چې دا کار به حتمي کوم، کالونه وروسته خبر شوم چې هغه د ژوند د کاږه وربل شمال وهلی او د رنځ پر بستر پروت دی. کوښښ مې وکړ چې په ټیلفون ورسره خبرې وکړم، خو هغه له خبرو لوېدلی و. نن یې د یادونو افسانو ته کېناستم.