اسدالله بلهار جلالزی
یوه سندره یو حقیقت
( برګډ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د روضي ملاله نجونه)
دا سندره مې د هیواد مشهو9ر سندرغاړې استاد بیلتون په خواږه غږ کې کلونه وړاندې اوریدلي وه. هغه مهال مې د سندرې تر شا حقیقت ته پام نه و. خو اوس چې د مرحوم برګډ له مړینه شاوخوا سل کاله تیریږي نو غواړم د غه حقیقت لومړی یو څه د تاریخي اسنادو په رڼا کې را وسپړم. فکر کوم چې د ځوانو لوستونکو له پاره به د هیواد د دغه نوموتي معمار، جنرال، او زړور سپاهي په اړه څه ناڅه معلومات هم ورکول شي.
غزني د لوړو کلاګانو سیمه
د بیرګټ ( برګډ) کلا
لیکوال اسدالله بلهار جلالزی
…………………………
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
………………………………………..
ډیر کلونه وړاندې مې د هیواد مشهور سندرغاړې مومن خان بیلتون پورتنۍ سندره اوریدلي وه. هغه مهال چې لا ماشوم هم وم. په ذهن کې به مې دا پوښتنې را ګرځیدې چې برګډ چا او ولي يي شهید کړ؟ برګډ څوک و.؟ اوکوم کارونه يي کړی؟ دې ته ورته نورې پوښتنې به راسره پیدا کیدې … کله به چې
له اندړو ولسوالي نه هم دغزني ښار ته راتلم. او ښارته به را ورسیده. یوې برجوري کلا ته چې را ورسیدو نو بیا به په موټر کې سپرو ځوانانو او یا هم د پاخه عمر سړیو یوه او بل ته سره وویل: دا دی د بیرګټ کلا ته هم را ورسیدو. زه به د دغې خبرې په اوریدو سره یوځلې د دې کلا دیوانو، برجونو او په برجونو کې لرګینو کړکیو ته ځیر شوم. خو موټر به ګړندی د ښار په لوري روان وو. زه په دې لیکنه کې د بیرګټ یا برګډ کلا او په خپله د بیرګیټ عبدالاحمد خان په اړه څه ناڅه معلومات وړاندې کړم.
بیرګټ ( برګډ) عبدالاحمدخان څوک و؟
د هیواد په کچه دا وتلی، ماهر ملکې او پوځي مامور د برګډعبدالاحمد خان د امیر حبیب الله خان د واکمني په مهال د غزني او د زابل ولایت تر اړوندو سیمو پورې د ملکي نظامي حکمران په توګه کار کړی دی. عبدالاحمد خان د روان قلم خاوند و. په دولتي ادارو کې يي د کارکولو ښه وړتیا لرله. د ( غزني در دوقرن آخر) تاریخ لیکوال عزیزالدین وکیلي پوپلزی په خپل یاد شوې اثر کې د بیرګټ په اړه داسې کاږي.
بیرګټ عبدالاحمد خان او رسمي دندې:
د بیرګډ مړینه:
د رسمي او دولتي سرچینو په حواله بیرګټ شاوخوا یو سل او لس کاله وړاندې په کابل ښار کې د یوشمیر اوباشو له خوا په خپل کور کې ووژل شول. غلو په برګډ عبدالاحمد خان باندې د چړو وارونه وکړل. چې د ده مړینه هم دې همدې چړو له امله د ورپیښو شویو ټپونو له امله وه. عزیزالدین وکیلي پوپلزی په خپل اثر( غزنه در دو قرن اخر ) کې کاږي.
د برګډعبدالاحمد خان کلا:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د برګډ کلا کابو یوسل او درویشت کاله پخوا د غزني ښار په جنوبې څنډه د کابل – کندهار لويي لارې ته نژدې ودانه شوه. د ځینو سرچینو په احواله چې د بنسټ ډبره يي د امیر حبیب الله خان له لوري ایښودل شوی.( غزني د اسلامي تمدن پلازمینه) کې ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ لیکلي ( دا کلا د آمیر حبیب الله خان د واکمنۍ په مهال ودانه او دبنسټ ډبره يي هم د هغه له لوري کیښودل شوه. دهمدې کتاب ۱۷۶ مخ
د برګډ عبدالاحمد خان کلا به غزنی کې دلیدو وړ کلا ده . چې دامیر حبیب الله خان دوخت له ودانیوڅخه شمیرل کیږي. د سیمې د خلکو اوسپین ږيرو په وینا چې د دغې کلا دبنسټ ډبره دامیر حبیب الله خان له لورې ایښودل شوی. د هیواد نامتو تاریخ لیکونکی عزیزالدین وکیلی پوپلزی هم په خپل کتاب (غزنه در دوقرن اخیر) کې یادونه کوي. دا کلابه دا له خټې جوړه شوي .چې اته ضلعی او اته برجونه لري. د دغې کلا په دننه کې یوه بله کلا هم د حرمسرای په ډول جوړه اوڅلوربرجونه لري.
موقیعت: د کابل ــ کندهار دعمومی سړک په ختیځه خوا کې دغزنی پکتیا سړک ته نږدې شمال ته
غزني په دوو وروستیو پیړیو تاریخ کې مرحوم عزیزالدین وکیلي پوپلزايي لیکلي
۲۱۹ مخ کې داسې کاږي
د امیر حبیب الله خان د سلطنت په مهال په ۱۳۲۲ ق (۱۹۰۴) د ملکي برګډ په لقب په موندلو سره د یې غزنین او قلات په حمکراني چارې تر لاسه کړې. د وخت مستوفي الممالک میرزا محمدحسین خان سید خیلی[د استاد خلیلی پلار] او امیر حبیب الله خان په همدې وخت کې یعني ۱۳۲۳ کې د لومړي ځل له پاره غزنین ته په سیاحت راغلل او څو ورځي یې د برګډ عبدالاحمدخان په کلا کې تیرې کړې.
عزیزالدین وکیلي د همدې تاریخ په بل ځای کې غزني ته د شاه امان الله د سفر په اړه داسې لیکلي:
« په ۱۳۰۵ او ۱۳۰۶ ش کال اعلیحضرت امان الله خان له کابل نه د چارو د لیدنې او ارزونې په موخه غزني ته سفرونه وکړل او یوه یوه اونۍ یې په برګډ کلا کې اووسیده. او وروسته بیرته کابل ته را وګرځیده.» ۶۸ مخ په دری ژبه د دغه تاریخ نوم دي( غزنه در دو قرن اخر)
همدا ډول په سراج الاخبار کې د غزني ښار د جوړونې په باب د امیر حبیب الله خان له لوري فرمان د غلزیو اندړو د وکیلانو اوقومي مشرانو په نوم صادر او له هغوئ څخه د مرستې غوښتنه شوې.« د غلزیو اندړو درندو او ریښتیا ملو خانانو او ملکانو او سپین ږیرو او عام ولس دې چې د پاچایي د پیرزو لار یې څارله، پوه وي چې تر ټولو لومړی زموږ د لوړ اعلیحضرت له حضور نه د لوړ پرتمو برم ملو ملکي برګډ د غزني حاکم امیرمحمدخان او د لویدیځو سیمو د خان ملکي برګډ عبدالاحمد خان په نومونو فرمان صادر شوی و چې لوړ اعلیحضرت د غزني د سراج آباد د نوي ښار د ودانولو هوډ لري. که ټول قامونه د سلا له پاره را وغوښتل شي ولس به وکړیږي هر قام خبر کړئ چې د ځانو له خوا هوښیار استازې غوره کړي او د هر قام وکیلان حضور ته حاضر شي چ د غزني د نوي ښار د ودانولو په تړاو له خپلو وکیلانو سره په حضور کې خبرې وکړي نوځکه په دی ولایت کې کې هغه خانان او ملکان چې ټول د خپلو قامونو استازي وو د مُقر له تره کو او اندړو او علخیلو او د کټواز له سلېمانخیلو او دغزني تاجک او پښتانه او د زرمت تاجکان او ارګون اوقطن اوسرروضي تاجک او پښتانه او د غزني اړوند خروټي او لواڼي او خروټي او د فتاڼي او د بهسود او جاغوریو او مالستان او وردګ ټبرو او هزاره ټبرونه او د اجرستان ملاخیل ټبر او د لهوګرد د څرخ او خروار برې چکلې تاجک او پښتانه او د غزني د قره باغ، جغتو پښتانه او هزاره خلک ستاسې په وکالتپاڼو د ملکي برګډ عبدالاحمد خان په پیژندګلوۍ پرلوړ ځلاند حضور مشرف شوی او په پای کې یې یوه وکالت پاڼه ستاسې اندو خلکو له خوا د ۱۳۳۱ کال پرجمادی الثاني میاشتې د غزني د شرعي محکمې د ولس او وګړو او ملکانو او خانانو[ له] نوملړ او پیژندګلوۍ سره ۱۳۳۱ کال د شعبان المعظم پر ۲۵ د چهارشنبې په ورځ زموږ د حضور له کتنې تیره شوه اقرار او وینا مو کړې وه چې موږ ولسونه له خپلې خوا هر یو ملاسلطان جان ملکي کمیدان لکڼ خیل قوم او ملا محمدغوث خان موسه خیل قوم او خدایداد خان جلالزي قوم او عبدالغفار خان مرجانخیل قوم ملکي کمیدان او حاجي عبدالرحمان مرجانخیل قوم او ملک دین محمد خان د لکڼ خیلو او مموزی قوم خپل استازي وټاکل چې دغه یاد شوي وکیلان د لوړ اعلیحضرت مبارک حضور ته حاضر شي او د یاد شوي ښار د ودانولو په تړاو چې لوړ اعلیحضرت هر څه وپوښتي او خبره وکړي نو زموږ د استازو خبره زموږ خبره ده نوستاسې او د نورویادوشویو ټبرونو وکالت پاڼې او وکیلان په حضور مشرف شول له ټولو سره خبرې وشوې او هغوئ ټولو حضور ته جلا عریضې وړاندې کړې…»
د برګډ کلا دا څو کلونو پخوا هم لکه څرنګه چې جوړه شوې وه. په هماغه شان ودانه وه. دا کلا شاوخوا لس متره لوړه او په کابو لس جریبه ځمکه کې د دوو انګړونو په درلودو سره اباده شوي وه. دا کلا به اته ضلعې کې چې د باندې انګړ کې يي اته او په دوهم انګړ کې يي هم څلور برجونه لرل. شاعر اوقلموال مرحوم عبدالغفار خان مستاجروال شاوخوا دوه دیرش کاله وړاندې راته د خپل پلار محمد حسن خان چې د برګډ هم عصر و، او د قومي او نسبی تاریخ په برخه کې د نظر خاوند او د زیاتو معلوماتو درلودونکی و. له خولې کیسه کوله هغه مهال چې برګډ عبدالاحمد خان د غزني نه بیا ترکلاته پورې حکمران و. د دغې کلا د جوړولو له پاره يي ملاوتړله . ده راته دا هم ویل چې د کلا د ابادولو په کارونو کې به د غزني ښار او شاوخوا کلیو خلکو هم د اشر په ډول او د حکمران په امر هم برخه اخیسته. د کلا خټه به يي په اسانو او غوایانو پخوله. مرحوم مستاجروال وايي: کله کله به د کلا په کارونو او د پخسې وهلو له پاره آن له ده یک ولسوالي څخه هم ماهر وستاګاران بیول کیدل. خو زیاتره به د پخسي کارونه د اوسني وردګو ولایت ځوانانو تر سره کول. چې هم دې کسانو ته به يي بیا تر نورو کسانو زیاتې پیسې هم ورکولې. د مستاجروال په وینا دا کلا د دوو دوبو په فصلونو کې بشپړه شوه.
د معلوماتو له مخې چې د کلا د باندې انګړ کې به د ده بزګران اوسیدل او په دوهم انګړ کې بیا د ده کورنۍ او نورو خپلوانو ژوند کاوه. وروسته د جګړی په کلونو کې بیا دا کلا په یوه امنیتي مرکز بدله شوه له همدې امله ورته یو څه زیانونه واوښتل.
د بیرګټ کلا د خپل عمر په اوږدو کې
د بیرګټ د کلا اوسنی حال:
په پای کې غواړم چې د مرحوم بیرګټ عبدالاحمد خان د مړینې په اړه د استاد بیلتون د سندرې بشپړه برخه درته وړاندې کړم. یوه یادونه لازمې ګڼم چې د دغې محلي سندرې شاعر معلوم نه دی.
بیرګټ شهید شو پې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت کا د غزني ملاله نجونه
بیرګټ يي مړ کو دا کارونه د ې مولا و
درۍ شپې ایښی په کوټه کې دی جلا و
په ده خپه امیر حبیب الله و
چې په راستۍ يي ده وو کړي خدمتونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
*****
بیرګټ يي مړ کو ژر يي ولیکل میدان ته
سلام مې وايه تحصیلدار ذکریا خان ته
زموږ سلام ورسوه عبدالله جان ته
چاقو کات نه کړي په ما وشو فسادونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د روضي ملاله نجونه
******
بیرګټ يي وویشت په ما ډیره بې کسې ده
کاکا چې مې مړ شو دا کمکی زړه مې زخمی ده
مخ مې قبلې ته کړۍ تقدیر د الهي ده
راباندې وشوو د ناکسو ګذارونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
*******
بیرګټ يي مړ کو نن شپه د دوشنبه کې
زینه يي کیښوده را وخوت په پرده کې
دی يي را ټینګ کو د قاقچې په دروازه کې
ورباندې ویې کړه د پیش قبضو ګذارونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
******
برګټ یې وواژه بې کسې مې ژړوینه
پینځه ګولۍ پسي ویشتی زړه مې چوینه
پاته به نه شي د سبا تر ماسپښنه
را باندې واوړې د خاورو انبارونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
******
بیرګیټ ویل: له ما پاته شوو عیشونه
بل مې هم شته دي په غزني خیالي برجونو
په زړه مې ډیر دي ارمانونه
زاړه مې نه کړه…. شنه خالونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه