شنبه, مې 18, 2024
Home+په دې ورځ نامتو ناول لیکواله جورج الیوت مړه شوه

په دې ورځ نامتو ناول لیکواله جورج الیوت مړه شوه

تاند- له نن څخه ۱۴۳ کاله پخوا د ۱۸۸۰ د دسمبر په ۲۲ مه د بریتانیا د انګلنډ نامتو ناول لیکواله, شاعره او ژورنالیسته جورج الیوت د ۶۱ کلونو په عمر مړه شوه.

الیوت، چې اصلي نوم یې این ماري ایوانس و، د ۱۸۱۹ م کال د نوومبر په ۲۲ مه د ویکتوریا د دورې بریتانیايي ناول لکیواله جورج الیوت د انګلیستان (انګلنډ) د ورکشایر په (Chilvers Coton) کې وزېږېده.

د جورج الیوت اصلي نوم ماري ان ایوانس Mary Ann Evans و. دا د مدرنو ناولونو د کرکترونو د ارواپوهنیزې شننې (سایکالوجیکل انالایز) د میتود ایجادوونکې ده او د (Middlemarch) په شان د کارونو پنځوونکې ده.

دې د ځان لپاره د نارینه وو (جورج الیوت) نوم د دې لپاره غوره کړ چې وګوري اثار یې خلک څومره په جدي ډول خوښوي. که څه هم هماغه مهال هم په بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو کې ښځو لیکوالو خپل نومونه په ازاد ډول لیکل؛ خو دې غوښتل چې یوازې د عاشقانه کیسو لیکواله نه وي.

د دې پلار ترکاڼ او خټګر  و او دا د خپلې مو ر و پلار درېیم اولاد و.

الیوت خپل لومړنی ادبي اثر په ۴۳ کلنۍ (په ۱۸۶۲) کې خپور کړ چې د ډیویډ استرایوس د اثر (د عیسي ژوند) ژباړه وه.

د دې د ناولونو کیسې د ریالیزم او سایکالوژۍ په خاطر ډېر مشهور شوي دي. لومړنی ناول یې، چې اډم بیډ (Adam Bede) نومېده، په ۱۸۵۹ کې چاپ کړ چې هم یې ډېر هرکلی وشو او هم یې په اړه ډېرې تبصرې وشوې.

د دغه ناول په لیکلو کې د شهرت له ترلاسه کولو وروسته یې تر ۱۵ کلونو پورې د ناولونو لیکلو ته دوام ورکړ.

د الیوت تر ټولو مشهور اثر (میډل مارچ) نومېږي چې په (۱۸۷۱ – ۱۸۷۱) کې یې کښلی دی. دا د نړۍ یو ډېر ښه ناول ګڼل کېږي.

کره کتونکي وايي چې له چین اسټن وروسته هیڅ لیکوال د الیوت په شان په خپلو اثارو کې ټولنیزو ستونزو ته پام نه دی کړی او نه یې په خپلو اثارو کې دومره دومره سیاسي نیوکې کړي دي.

دې اووه ناولونه لیکلي دي:

Adam Bede (1859), The Mill on the Floss (1860), Silas Marner (1861), Romola (1862–63), Felix Holt, the Radical (1866), Middlemarch (1871–72) and Daniel Deronda (1876).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب