Homeخبرونهمیدان وردګو کې د ګازډبې چاودنې د یوې کورنۍ ۹تنو ته مرګ...

میدان وردګو کې د ګازډبې چاودنې د یوې کورنۍ ۹تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( شنبه د جمعې لومړۍ ) میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز مسولین رسنیو ته وایي، د چک ولسوالۍ د عربانو درې اړوند په بیدریو کلي کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مسوولان وایي، دې پېښه کې یو ماشوم مړ شوی او د درېیو مېرمنو په ګډون اته تنه نور ژوبل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې ژوبل کسان د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي.

ځایي سیمه ییزچارواکي د ژوبلو کسانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښیي.

ټولنیز فعالان له عامو خلکو غوښتنه کوي، چې د ژمي په دې سړه هوا کې د ګازي وسایلو په کارونه کې له احتیاط نه کار واخلي او په بې پروایئ د خپل ځان او کورنۍ ژوند په خطر کې نه اچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...