پوهاند نصرالله ستانکزی
( څوارلسمه برخه )
۳۴ – د ایران او عراق ترمنځ د جگړې په هکله د ملگرو ملتونو ۵۹۸ پریکړه لیک ( UN Security Council Resolution 598 ) :
په ایران کي د اسلامی انقلاب له بریا ، او د دی هیواد د رهبر امام خمینی له خوا د اسلامی انقلاب د صادرولو له شعار وروسته ، په عربی نړی په حاکمه کړیو کي او د هغه له جملې په عراق کي داسی انگیرنه را منځ ته شوه ، چي ایرانی نوی حاکمه ډله تر دغه شعار لاندي غواړی په اسلامی نړي په تیره په عربی نړې کی یو ډول لاس وهنه وکړی .
په عراق کي حاکم او واکدار صدام حسین ، لومړني کس ؤ ؛ چی نه یی سوای کولې داسی یو رژیم په خپل گاونډ کي ومني . نو یي په یو اړخیز ډول دا پریکړۍ وکړی :
۱ – صدام حسین وویل د ایران خوزستان ( چي اکثریت وگړي عریان دي ) او شط العرب سیمه د عراق د خاورې برخه ده ؛ او
۲ – صدام حسین د کال ۱۹۷۵ کال د الجزیرې تړون چي د عراق او ایران پولې یي ټاکلي وی ، غیر قانونی وباله او د هغه ابطال یي اعلان کړ .
له دغه موقف سره چي په طبیعی ډول د ایران د اسلامی جمهوریت د مقاماتو له خوا د منلو وړ نه ؤ ، د ایرانی مقاماتو سخت غبرگون سره مخ او هغه یي د خپل هیواد د حاکمیت نقض وگاڼه او په دی توگه عراق ته د جگړی پلمه په لاس ورغله او هماغه ؤ چي د ۱۹۸۰ کال د سپتامبر په ۲۲ نیټه عراق پر ایران برید وکړ او دغه جگړه تر ۱۹۸۸ کاله پورې وغځیده ، چي په تاریخي لحاظ په شلمه پیړي کي د دوو مسلمانو هیوادونو تر منځ اوږده جگړه بلل کیږی . د دغې جگړې په پایله کي د لویو اقتصادی زیانونو تر څنگ ، ویل کیږی چي د یو میلیون شا او خوا په کي انسانان هم ووژل شول .
د دغه جگړی په بهیر کي ؛ د جگړې د درولو له پاره ملگری ملتونو ډیرې هڅې و کړې چي په پای کی د ۱۹۸۷ کال د جولای په ۲۰ نیټه د دی سازمان د امنیت شورا ۵۹۸ گڼه پریکړه لیک صادر کړ ، چي د دغې جگړي د پای سبب وگرځید .
⁸
کله چي دغه پریکړه لیک صادر شو ، عراق هغه سمدلاسه ومانه ؛ خو ایران د ۱۹۸۸ کال د جولای په ۱۸ نیټه ، د یوه کال ځنډ سره ومانه ، او په دي توگه دا جگړه ودریده .
د ۵۹۸ د پریکړه لیک مفاد دا ول :
– اوربند او د جگړي سمدلاسه دریدل ؛
– د دواړو لورو د عسکرو بیرته شاتگ نړیوال منل شوی سرحد ته ؛
– د جگړې د اسیرانو سپارل یو بل ته ،
– د متجاوز پیژندنه ؛
– دجگړې د زیانونو او خساراتو ورکړه ؛ او
– د سیمه ایزې سولې او امنیت ټنگښت .
۳۵ – د خلیج جگړه او د ملگرو ملتونو ۶۶۰ نمبر پریکړه لیک ۱۹۹۰ ( The Gulf War and UN Resolution 660 of 1990) :
عراق د ۱۹۹۰ کال د اگست د میاشتي په ۲ نیټه پر کویت برید ؛ وکړ چي د خلیج د جگړې په نامه وپیژندل شو .
صدام حسین اعلان وکړ چي کویت یي د خاورې یوه برخه او د عراق ۱۹ ولایت دي .
له دغه اعلان وروسته عراقی پوځیان په چټکې سره کویت ته ورننونل او دغه هیواد یی په خپل تصرف کي راوست . د عراق دغه اقدام د نړیوالو له سخت غبرگون سر مخ شو او د ۳۹ هیوادونو په ترکیب سره یو پوځی ایتلاف رامنځ ته شو چي په سر کی یي د امریکا متحده ایالات ؤ . دغه ایتلاف په چټکي سره پر عراقی پوځیانو خپل بریدونه ښخ کړل او په پایله کي عراق مات او کویت بیرته د یوه مستقل هیواد په توگه احیا شو .
د عراق د ددغه اقدام په وړاندی د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ؛ ۶۶۰ نمبر پریکړه لیک صادر کړ چي محتویات یي دا ول :
– عراق باید په سرعت سره له کویت څخه ووځی او دا برید په سختو ټکو وعندل شو .
د ۶۶۰ نمبر پریکړه لیک وروسته د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په چټکي سره ۶۶۱ گڼه پریکړه لیک د ۱۹۹۰ کال د اگست په ۶ نیټه صادر کړ چي له مخي یی عراق تر تعزیراتو sanction لاندی راوستل شو ، له هغه وروسته ۶۶۴ ګڼه پریکړه لیک غوښتنه کوله چي هغه بهرنیان چي عراقیانو یرغمل نیولي دي زر تر زره باید خوشي کړای شی ، او بیا وروسته امنیت شورا ۶۷۸ گڼه پریکړه لیک صادر کړ چي که چیری عراق د کویت څخه بهر نه شي ، پر ضد یی د پوځی عملیات تر سره شي ، چي د همدی پر یکړه لیک پر بنسټ ؤ ، چي د نړی د ۳۹ هیوادونو هغه عملیات چی ورته د صحرا د توپان ( desert storm ) نوم ورکړ شو ؛ د عراق د یرغل پر ضد تر سره شول .
له دي سره جوخت د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ۶۸۷ گڼه پریکړه لیک غوښتنه کوله چي عراق دی د جگړی غرامت ورکړي او عراق دي بي وسلو کړای شی . او په پای کي د دغه پریکړي له مخې اوربند وشو .
( نور بیا )