Homeخبرونهجلال ابادښار کې لګېدلی اور له ځاني زیان پرته مهار شو

جلال ابادښار کې لګېدلی اور له ځاني زیان پرته مهار شو

تاند ( یکشنبه د مرغومي/ جدي ۲مه) د جلال اباد ښار په زیر زمینۍ مارکیټ کې تېره شپه اور لګېدلی وو.

ځایي مسوولان وایي، اور د اور وژنې د ډلګۍ په هڅو پرته له ځاني زیانه مهار شو.

د دوی په خبره دغه پېښه ځاني زیان نه لري، خو مالي زیان یې اړولی دی.

د مالي زیان په اړه تر اوسه
کره ارقام نه دي خپاره شوي، خو د اور لامل هم نه دی په ډاګه شوی.

د جلال اباد ښار تالاشئ څلورلارې د دې ښار تر ټولو ګڼ مېشته ساحه ده، چې خلکو او سوداګرو پکې په بېلابېلو کارونو ملیونونه افغانۍ پانګونه کړې ده.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی احمدالله وایي، د همدې مارکېټ سره نښتی د صرافانو مارکیټ هم شته، چې د نظر خاوندانو په باور که د اور د مهار هڅه نه وای شوی ښایي ډېر مالي زیانونه یې اړولي وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...