تاند ( یکشنبه د مرغومې/ جدي ۲مه) نوموتې لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک د افغان نجونو په ننګه په خپله اېکسپاڼه د دوی د حقونو د ملاتړ غوښتنه کړې.
خپلواک ویلي، چې افغانې میرمنې د اسلام واقعي څېرې دي، چې په یوازې ځان د دیني ارزښتونو د ساتني لپاره جنګېږي.
هغې زیاته لیکلي: “اسلامي مملکتونه په خپلو سرګرمیو بوخت دي، خو د دې وطن لوڼې اسلام له افراطت، سو استفادې او انحصاره ژغوري. دوی د افراط پر وړاندې په تاوده سنګر کې جنګېږي. خلک دې وايي چې دا داعیه غربي ده، خو په اصل کې تر دې بله شرعي او ملي داعیه نشته.”
شفیقه خپلواک زیاتوي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو په تعلیم کې دی او په خبره یې افغان نجونې دي، چې د افغانستان، اسلام او د نړۍ د بقا لپاره جنګېږي.
هغې، هغه خلک نیکمرغه بللي، چې په دې مبارزه کې له افغانو ښځو سره یو ځای کېږي.
خپلواک وایي: “که د افغانستان ژغورل غواړئ د لوڼو حقونه یې خوندي کړئ. که له افراطیت نه خلاصېده غواړئ نجونې مو وروزئ. دوی د تمدن، رڼا، او روښانفکري ملایکې دي.”
نوموړې داسې مهال دا څرګندونې کوي،چې پرون شنبه د مرغومي یا جدي په لومړۍ نېټه پخواني ولسمشر حامدکرزي هم په خپله ایکسپاڼه لیکلي وو، چې د نجونو له تعلیم پرته افغانستان ښه راتلونکی نشي لرلی.
هغه له طالبانو غوښتي وو،چې ژر دې د افغان نجونو پر مخ ښوونیزې دروازې پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره افغان نجونې له زده کړو او کاره محرومې او ورځ نه بلې ته پرې محدودیتونه وضع کېږي.