تاند ( یک شنبه د مرغومي / جدي ۲مه) د طالبانو حکومت د حکومت مشر مولوي هبة الله اخندزاده د انساني قاچاق مخنیوي په تړاو نوی فرمان صادر کړ.
دا فرمان پنځه مادهییز دی، چې له مخې یې د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور، امرباالمعروف، سرحدونو او قبایلو او همدارنګه مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارتونه مکلف دي، څو د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو، د بدو پايلو او شرعي ممانعت په اړه د عامه پوهاوي پلانونه جوړ او عملي کړي.
په دې فرمان کې ټینګار شوی، چې نظامي محکمې دې انساني قاچاقبران لومړی په یوه کال بند، په دوهم ځل تکرار سره په دوه کاله او په درېیم ځل تکرار سره په درې کاله بند محکوم کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت له امله ډېری ځوانان په قاچاقي لارو اروپایي هېوادونو ته ځي، چې ډېری یې په لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.
حاکمه ډله که انسانی او علمی سوچ کولی شی ؛مخکی لدی فرمان باید ځان ارزیابی کړی چي د تېښتې عوامل کوم دی او دوی څومره خپل مسؤلیت د هغوی په وړاندی درک او اداء کړی ؟ بیا که دوی کمی نه درلود ،عالی جناب کولی شی د ملت د انسان د ساتنی لپاره فرمان صادر کړی .
او که د امراوو روش اسد خیلو ته ورته وی بیا ملت مجبور دی له ټولو مهلکاتو سره فرار ته په قرار ترجیح ورکړی ترڅو د اسدی صیدنایا نه نجات ومومی؛ نو اول اداء او درک د مسؤلیت دی نه فرامین .
دوی د فرمان د کارولو ځای پیژندنه کی هم مشکل لری لکه حقوق د متقاعدینو چي سوابق او مکمل اسناد یی موجود خو په فرمان متقاعدین غولوی ، حال دا چي هر متقاعد په اوسط ډول ۴۰ کاله د خدمت او اداری تجربه لری خو دوی تر اوسه د تقاعد په فهم کی هم عاجز دی او دا د ننی حاکم لپاره شرم او منتهی بی سوادی ده او دا دا ثابتوی چي کار اهل ته سپارل شوی ندی او جهالت فوران کوی .
د قاچاقبرو دی ډېر کور ودان وی چی خلکو د وتلو لاره ورښاېې ځکه چی کوم نظام اوس په افغانستان حاکم دی فکر کوم چی خلکو ته د منلو تر څنګ د خاکو مصېبتونه دومره زېات کړی چی هېڅوک ېې د حل لاره نشی موندلای. د دی نظام د لاسه مونږ په نړېواله کچه وشرمېدو او سترګی مو ټېټې شوی. که دوه کاله نور دا نظام دوام وکړی مونږ بېرته د صحابه و دور ته رسېږو. په لحاظ د خدای، د جهل او ناپوهۍ ېوه اندازه وی خو هغه د پښتنو متل طالبان خو تر پوندو بیعقل دی. خدای مو وشرموه د ېوېشتمی پېړۍ وحشېانو او ځنګلېانو