Homeخبرونهافغانستان؛ روان کال ۶۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي

افغانستان؛ روان کال ۶۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي

تاند ( یکشنبه د مرغومي/ جدي ۲مه) ‏د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته په استولې ویډیو کلیپ کې ویلي، چې سږکال ۶۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

نوموړیږي د یاد اندازه انارو ټولیز ارزښت ۳۳،۳ میلون ډالر ښودلی دی، چې په تېرو اتو میاشتو کې صادر شوي.

انګلستان، المان، اتریش، قطر، عراق، پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او متحده عربي امارات هغه هېوادونه دي، چې افغانستان ورته د انارو صادرات کړي دي.

طالب مسوولان وایي بهرنیو هېوادونو ته په دې وروستیو کې د صاراتو کچه زیاته شوې او د هېواد مېوو په نړېوال مارکېټ کې هم ځانګړی ځای خپل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...