یکشنبه, دسمبر 22, 2024
Homeخبرونهیونان کې له افغان کډوالو ډکه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې

یونان کې له افغان کډوالو ډکه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې

تاند ( یکشنبه د مرغومې/ جدي ۲مه) د یونان ساحلي ګارډ وایي، د دغه هېواد په ختیځ روډس ټاپو کې اته افغان کډوال په اوبو کې ډوب شوي دي.

اسوشیټډپرس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د کډوالو دغه کښتي هغه مهال ډوبه شوې چې غوښتل یې د ساحلي ګارډ د ګزمې څخه وتښتي.

د راپور له مخې، د ډوبې شوې کښتۍ د سوارلۍ ۱۸ کډوال چې ۱۲ یې سړي، درې ښځې او درې نور ماشومان دي، افغانان وو او ژغورل شوي دي.

دا پېښه داسې مهال کېږي، چې تازه د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده د انساني قاچاق مخنیوي په تړاو نوی فرمان صادر کړی دی.

دا فرمان پنځه ماده‌ییز دی، چې له مخې یې د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور، امرباالمعروف، سرحدونو او قبایلو او همدارنګه مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارتونه مکلف دي، څو د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو، د بدو پايلو او شرعي ممانعت په اړه د عامه پوهاوي پلانونه جوړ او عملي کړي.

په دې فرمان کې ټینګار شوی، چې نظامي محکمې دې انساني قاچاقبران لومړی په یوه کال بند، په دوهم ځل تکرار سره په دوه کاله او په درېیم ځل تکرار سره په درې کاله بند محکوم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب