Homeخبرونهپنجشیر کې د سرو زرو، یاقوتو او اوسپنې د کانونو استخراج پیلېږي

پنجشیر کې د سرو زرو، یاقوتو او اوسپنې د کانونو استخراج پیلېږي

تاند ( یکشنبه د مرغومي/ جدي ۲مه) پنجشېر ولايت کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټروليم رياست خبر ورکړی، چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د سرو زرو، یاقوتو او اوسپنې کانونو د استخراج چارې پيل شي.

پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رئیس محمد قاسم اميري وایي، کانونو او پټروليم وزارت د دغو کانونو د استخراج د پيل لپاره سروې او لومړنی چمتووالى بشپړ کړى دى.

د امیري په خبره؛ د دغو کانونو له استخراج سره به د پنجشیر ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې د کاري فرصتونو ترڅنګ به د دغو کانونو عاید دې ولایت کې د انکشافي او نیمه پراختیايي پروژو پر پلي کېدا ولګول شي.

افغانستان د طبي زیرمو له پلوه غني هېواد بلل کېږي او باور دا دی که د وخت حاکم نظامونه له دې سرچینو سالمه استفاده وکړي نو ژر به په ځان بسیا او د نورو له احتیاجه خلاص شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...