Homeخبرونهسبا دوشنبه په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

سبا دوشنبه په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

تاند ( یکشنبه د مرغومي/ جدي ۲مه) ‏د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې ټاکل شوې سبا دوشنبه د ډسمبر په ۲۳ مه په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي.

د طالبانو عامې روغتیا وزرات د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کمپاین به د ډسمبر تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام وکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۴،۸ میلیونه له پنځو کلنو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دا کمپاین به کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیسي.

دغه کمپاین د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي، چې د پولیو ناروغي پکې موجوده ده.

1 COMMENT

  1. کوم ماشومان چې دا واکسین ونه کړي ، د فلج یا شلېدو په ناروغۍ اخته کیږی . دا ماشومان به ټول عمر معیوب وي. د دغو معصومو او ګلالیو ماشومانو د فلج کېدو مسوولیت به دهغو والدینو یا موروپلار او د هغوی د ولیانو په غاړه وي ، چې په دې برخه کې غفلت کوي او خپل ماشومان نه واکسینوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...