تاند ( یکشنبه د مرغومې / جدي ۲مه) په دې وروستیو کې له ایران، پاکستان او ترکیې نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکې شوې.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې له ګاونډیو هېوادونو ۳ زره ۸۴۵ کورنۍ اېستل شوي دي.
د یاد وزارت ویاند وايي، د دغو کورنیو له ډلې، ۱۴ یې له ترکیې، ۱۰۱۷ کورنۍ له پاکستانه، او پاتې نورې له ایرانه ایستل شوې دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي له یادو راستنو شویو کورنیو سره د هېواد په فرضي او سرحدي دروازو کې بېړنۍ مرستې شوي او له خوراکي او غیر خوراکي مرستو وروسته تر خپلو سیمو هم رسول شوې دي.
بل لورته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې په روان کال کې په سلګونو زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې په جبري ډول اېستل شوي دي.
یاده اداره زیاتوي، چې ایران پلان لري، څو د راتلونکي کال د مارچ میاشتې تر پایه دوه میلیونه بې اسناده بهرني وګړي له خپلې خاورې وباسي.
یو شمېر هېوادوال چې له ایران تازه راستانه شوي دي، وايي چې له جدي ستونزو سره مخ دي او د مرستو غوښتنه کوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې له ایران، ترکیې او پاکستانه تر ۹۰۰ زرو زیات افغان کډوال ایستل شوي دي.