تاند ( یکشنبه د مرغومي/ جدي ۲مه) سعودي عربستان په یوه خبرپانه کې په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې سعودي عربستان نن یکشنبه په کابل کې خپل سفارت د بیا ځل لپاره پرانیسته.
یاد سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: « افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د لېوالتیا پر اساس» دا پرېکړخ وشوه چې سعودي عربستان به د ډسمبر په ۲۲ مه په کابل کې خپل سفارت د بیا ځل لپاره پرانیزي.”
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د طالبانو د حکومت د سفارت سرپرست احمد شکېب افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفير سره کتلي دي.
شکېب په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې يې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا، افغانانو ته د ويزو د ورکړې پر بهير او پر يو شمېر نورو اړينو مسأيلو خبرې کړې دي.
SAUDI ARAB MUST HELP FINANCIAL AIDS WITH AFGHANS,SAUDI IS REACHEST COUNTRY
SAUDI MUST GIVE FREE WORK PERMIT VISA FOR AFGHANS.
IF ARABS COUNTRY GIVE FREE WORK PERMIT VISA FOR AFGHANS AFGHANS WILL BECOME RELAX FROM SUPPORT OF THEIR FAMILY ..
TALIBS GOVERNMENT AND MULA MOTAQI SAHIB MUST ACT,
THANK YOU