څه وخت مخکې په یوه راډيويي خپرونه کې رانه وپوښتل شول چې اوس وخت په پښتني ټولنه کې ښه لیکوال څوک دی؟ ما ورته ښه لیکوالان وښودل خو په سرلارو کې مې يې استاد اسدالله غضنفر راوړ.
که څه هم د استاد د ليکوالۍ د ښه والي ځانګړنې مې هلته يادې نه کړې، خو دلته به يې ځينې هغه علتونه چې استاد او د استاد لیکوالي يې له نور ځانګړي کړي، ذکر کړم:
اول، که موږ د اندک بین یا هغه لیکوال چې نه ورپام شيانو ته يې ورپام وي، خبره کوو نو استاد غضنفر به يې په سر کې راوړو. مثلاً: شاید د ګړني تاريخ په اړه موږ بېخي کمې او یا شاید هېڅ لیکنه ونه لرو، خو استاد دا موضوع دومره په خوند شاربلې ده چې شاید ډېری کسان یې عمل کولو ته لېچې رابډ وهي.
همداراز د لټي او لټانو په اړه موږ حکایتونه اورېدلي خو دې ته مو پام نه دی کړی چې دا موضوع څومره مهمه ده، د دې عادت د ورکولو لارې چارې څه دي؟ استاد په دې موضوع باندې پوره څلور پنځه مخه لیکل کړي دي.
دوه، استاد یوازینی هغه ليکوال دی چې ساده او روان نثر لیکي. ساده په دې مانا چې نثر یې دومره ساده ګي هم نه لري لکه د ښوونځيو د اول او دوهم صنف د پښتو کتابونه او نه له دومره پېچلتيا برخمن دی لکه د پښتو ژبې ګرامرونه. که په پښتو شاعرانو کې د ښې شاعرۍ خبره کېږي، موږ ته راساً دروېش درانی سترګو ته درېږي، دا ځکه چې د استاد دروېش شاعري په عین ساده ګۍ کې غرونه غرونه خبرې لري او دروېش دراني نه یوازې د شعر د ساده کولو کمال خپل کړی، بلکې د لوستونکي فکر ته د اړ کولو هنر هم لري. موږ که دا ځانګړنې په لیکوالانو کې لټوو، استاد غضنفر يې یوازینی ښه بېلګه ده.
بله خبر د نثر د روانوالي ده، روان نثر په دې مانا چې لوستونکی یې د لوستلو پر مهال سکته ګي احساس نه کړي. د استاد غضنفر نثر نه تنها ساده دی، بلکې روانوالی هم لري. مثلاً: استاد “د کابل لمر” پرځای “په کابل کې لمر” لیکي، ځکه د کابل لمر کې د “ل” پیوسته راتګ سکته ګي رامنځته کړې، خو په کابل کې لمر بیا ډېر سلیس او روان لوستل کېږي.
درې، د مثال په راوړلو سره د يوې ګونګې او مبهمې موضوع واضح کول د استاد غضنفر د لیکوالۍ یوه بله عالي ځانګړنه ده او دا ځانګړنه بېخي کم لیکوالان لري.
ښه خبره خو دا ده چې په دې وروستیو کې د استاد د مقالو نوې ټولګه د “یو څو لپې فکرونه” په نوم چاپ شوه. د استاد پر اجتماعي مسایلو د مقالو دې ټولګې د کتابونو نسبتاً سوړ شوی بازار یو ځل بیا ګرم او را ژوندی کړ. د استاد د مقالو دې ټولګې موږ ته دا جوته کړه چې د ښه لیکوال کتاب په لوستونکي په زور ځان نه اخلي، بلکې د شوق او ښه والي له امله لوستونکی پخپله ځان ته ور غواړي.
یو څو لپې فکرونه کتاب چې په دې وروستیو کې سروش خپرندويه ټولنې په 319 مخونو کې چاپ کړ، د اجتماعي مسایلو په اړه له څلوېښت بېلابېلو مقالو مالامال دی.
چې خبره د استاد غضنفر د مقالو شي نو درې علتونه مې د نوموړي د مقالو لوستو ته ورکشوي، لومړی دا چې: د استاد په هره مقاله کې یوه خبره، یوه جمله ضرور داسې وي، که ته يې په خپل ژوند کې عملي کړې نو ستا په رفتار، کردار، فردي او ټولنیز نظم کې به د حتمي تحول سبب کېږي، داسې ځکه ده چې استاد له بل څخه په متاثره کېدو نه څه وایي، نه څه لیکي، استاد له خپلې تجربې هم غږېږي او هم لیکل کوي. بل د استاد مقالې د نورو ليکوالانو په پرتله وچ نثر نه لري. د نوموړي هره مقاله د تخليق او تحقیق له ګډولې رامنځته شوې ده او دا علت یې شاید ډېری مقالې نسلونه نسلونه ژوند کولو ته پرېږدي. درېیم، له ما نيولې، بېرته تر ما پورې که کله کومې غونډې ته یا په کومه خپرونه کې خبرې کوو، د بعضو خبرو د ښه اثبات لپاره د استاد یوه خبره ضرور راوړو، چې دې کار هم زموږ په وینا او هم خبرو کې لوی بدلون راوستی دی.
یو څو لپې فکرونه کتاب د قضاوت تر عنوان لاندې مقالې څخه پیل او د مشروعیت پر مقاله پای ته رسېږي.
د قضاوت تر عنوان لاندې مقاله کې استاد لیکي: “د وخت تېرېدل موږ ته فرصت راکوي چې په کرکټ کې د راشد خان، په سیاست کې د ناپليیون یا په حکمت کې د افلاطون تېروتنې وپېژنو خو د دې پېژندنې معنا دا نه ده چې موږ به په هغه شېبو کې چې دوی عمل کاوه، تر دوی ښې فیصلې کړې وای”.
د بې ځایه توقع مقاله کې استاد بیا دې ته اشاره کوي چې موږ باید له هر چا څخه د نورو لویو نومونو په څېر تمه ونه لرو او نه باید هر څوک د ځان په څېر وبولو. نور که هر رقم عیب لري، مهمه دا ده چې موږ یې وزغمو: “هغوی چې د نورو عیبونه نه زغمي او د بل چا د یادولو په وخت تر هر څه ړومبی د هغه عیبونه وریادېږي، تر نورو ړومبی په ځان ظلم کوي، ځکه له بدبینو کسانو سکون لرې تښتي”.
د سانسور تر عنوان لاندې د دې کتاب يوه بله په زړه پورې مقاله ده. په دې مقاله کې د استاد اشاره دې ته ده چې حکومتونه باید د ځینو شيانو لکه کتابونو په سانسورولو کې له تامل څخه کار واخلي، ځکه چې: “بې قانونه سانسور د حافظ غونډاری دی او د فکر مصونیت له منځه وړي”. همداراز موږ باید له ځينو فکرونو سره د فکر له لارې مخالفت وکړو، نه د جبر له لارې: “له فکر سره د فکر له لارې مخالفت د ټولنې د ودې سبب ګرځي خو د زور له لارې مخالفت که د قانون په اساس نه وي، د ټولنې فکري ودې ته سخته صدمه رسوي”.
ګومان د ایمان زیان مقاله موږ ته وايي، بدګوماني هغه وخت راپیدا کېږي چې: “کله چې خلک په ټولنه کې عدالت احساس نه کړي، چې د قانون په مقابل کې ځان برابر ونه ویني، چې په حکومت کې ځان شریک ونه ویني او داسې ونه ګڼي چې د نظام په جوړولو کې یې برخه ده، نو هم د بد ګوماني ناروغي زياتېدلی شي”.
لټي او لټان مقاله موږ ته د لټۍ تر ټولو خطرناک ډول او زیان داسې راپېژني: “د لټۍ تر ټولو خطرناک ډول هغه دی چې په ظاهره ټوله ورځ کار کوو خو په حقیقت کې هسې ځان یا ټولنه تېر باسو. د دغه ډول لټۍ تاوان ځکه زیات دی چې ډېره عامه ده. زده کوونکی او محصل به ګوري معلم ته او بوخت به وي له خیال پلو سره. مامور به کمپیوټر ته ناست وي مګر د دفتري کار په ځای به له ملګري سره چت کوي”.
نوی ژوند او اخلاق مقاله د اوسني ژوند پر اخلاقي معیارونو متمرکزه ده. دا مقاله موږ ته وايي چې له اوسني ژوند سره باید اوسني اخلاق په نظر کې ولرو: “زموږ په ټولنه کې د اخلاقي بحثونو یوه ستونزه دا ده چې د اخلاقي مشکلاتو نویو مصداقونو ته چندان پام نه کوو او ډېر ځله پخواني مثالونه تکراروو. دا اخلاقي اصل دی چې بل ته به تاوان نه رسوو او بلکې ښه به کوو. د دې خبرې په سموالي کې هېڅ شک نشته خو کله چې مثال راوړو، اوسني ژوند او د خپل چاپېریال ستونزو ته چندان پام نه ساتو”.
د یوازیتوب احساس مقاله بیا موږ ته دا په ګوته کوي چې له کمو کسانو سره رښتیني رابطه تر دې ښه ده چې له ډېرو سره د زړه له پاسه اړیکې وساتو، ځکه دا کار موږ ته هېڅکله د تنهایي احساس نه راکوي: “که یو څوک له لږو کسانو سره رابطه لري خو رابطه يې ښه وي، دی شاید د انزوا روحي ستونزې احساس نه کړي. او برعکس، په هر اتڼ کې شريک او هره غونډه کې حاضر ډېر کسان شته چې د یوازیتوب په رنځ کړېږي، ځکه رابطې يې برسېرنې او غیر واقعي وي”.
د نصيحت تر عنوان لاندې مقاله بیا په دې ټینګار کوي چې که د کور مشران او پلار و مور د اولاد خبره وانه وري نو لوڼې و زامن هم د دوی خبرو ته چندانې اهمیت نه ورکوي: “اولاد هغه وخت د کور د مشرانو خبره ښه اوري چې اولاد هم واورېدل شي. هغه میندې او پلرونه چې د زوی و لور د خبرو اورېدو او له هغوی سره مجلس ته تیار نه وي، دا تمه دې ډېره نه کوي چې د دوی نصيحت به اثر ورباندې وکړي. له اولاد سره خواږه مجلسونه، نه وچ نصيحتونه، د دې سبب کېږي چې اولاد د میندو او پلرونو د ژوند ګټورې تجربې ورخپلې کړي”.