Homeخبرونهطالبان وايي په هرات کې یې د داعش یوه مهمه ډ‌له نیولې...

طالبان وايي په هرات کې یې د داعش یوه مهمه ډ‌له نیولې ده

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) په هرات کې د طالبانو د والي مرستیال، مهاجر فراهي نن (شنبې) وویل چې په دې ولایت کې یې د داعش یوه مهمه ډله نیولې ده.

ښاغلي فراهي ادعا وکړه چې نیول شوې ډلې د سږ کال د ثور په میاشت کې د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدي ښارګوټي کې د امام زمان پر جومات په برید کې لاس درلود.

ښاغلی فراهي نیول شوي کسان فتنه اچوونکي بلي دي. طالبان عموماً د داعش غړي فتنه اچوونکي او یا خوارچ بولي.

مهاجر فراهي نن (شنبې د جوزا په ١٢مه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې له دغو کسانو څخه يو ځانمرګي واسکټ، يو موټر او څو وسلې ترلاسه شوي دي.

د ثور په ۱۰ مه شپه وسله والو کسانو د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدي ښارګوټي کې د امام زمان په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې په دغه برید کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون شپږ عبادت کوونکي وژل شوي دي. له دې پېښې یوه ورځ وروسته داعش په خپل ټیلیګرام چاینل کې د دې پېښې پړه پر غاړه واخیسته.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هماغه مهال ویلي و چې «یوه نامعلوم وسله وال د کلاشینکوف په وسیله د جومات پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي».

طالبانو تر دې مخکې هم د داعش ګڼ شمېر غړي نیولي او ویلي چې اکثره د نورو هیوادونو غړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...