Homeخبرونهپکتیکا کې د پاکستان د ډرون بریدونو خبرونه

پکتیکا کې د پاکستان د ډرون بریدونو خبرونه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) نا تایید شوي خبرونه ښيي، چې پاکستان ډرون الوتکو د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې بریدونه کړي.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر ۸ پورې کسان وژل شوي دي.

ځینو پاکستاني سرچینو ادعا کړې، چې وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي اړوند وسله وال دي.

د پاکستان او طالبانو چارواکو رسماً د دغو بریدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې پاکستان خپلې دې ادعا ته شدت ورکړی، چې ګواکې د افغانستان له خاورې د دوی خلاف د ټي ټي پي او نورو ډلو د بریدونو لپاره کار اخیستل زیات شوي.

طالب رژیم دا ادعاوې بې بنسټه ګڼلي او پاکستان یې د داسې تورونو پر ځای د خپل امنیت ساتلو ته بللی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره پاکستان څو ځله ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان پر بېلابېلو سیمو ورته بریدونه کړي او د وژل شویو هویت یې د ټي ټي پي اړوند ګڼلی.

د طالبانو منتقدان بیا دوی د ټولو ادعاوو خلاف یې، د افغانستان په حریم ساتلو کې په ناکامۍ او د پاکستان پر وړاندې په خاموشۍ او نمایشي مخالفتونو تورن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...