یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهپه یوه میاشت کې د پاکستان د پوځ خلاف د ټي ټي...

په یوه میاشت کې د پاکستان د پوځ خلاف د ټي ټي پي د سلو بریدونو ادعا

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ادعا کړې، چې په تېره مې میاشت کې یې د پاکستان د پوځ خلاف ۹۸ بریدونه کړي، چې تر ټولو زیات یانې ۳۶ یې یوازې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې وو.

ټي ټي پي زیاتوي، چې دې بریدونو کې ټول ۹۰ عسکر وژل شوي اؤ ۱۲۴نور ژوبل شوي چې هغې کې ۱۰۳پوځيان، ۶۵ پولیس ،۳۸ د ایف سي عسکر اؤ ۸ تنه د امن کمېټو غړي وو.

 د پاکستان پوځ په مشخص ډول د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو وخت پر وخت تاییدوي چې د دوی او نورو پاکستاني ځواکونو خلاف بریدونه زیات شوي.

پاکستان په دې بریدونو کې د افغانستان له خاورې د استفادې ادعا هم لري، چې دلته واکمنو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې او بې بنسټه ګڼلې ده.

د پاکستان پوځ هم د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو خلاف د عملیاتو خبرونه ورکوي.

څارونکي د ټي ټي پي ډلې له جوړیدو تر عملیاتو او هدفونو پورې ټولو مواردو ته یې د شک په سترګه ویني او باور لري، چې پاکستان د دې ډلې په وسیله خپلې نورې مرموزې استخباراتي برنامې مخته وړي ، چې پښتانه به یې تر ټولو درنه بیه پرې کوي.

یو شمېر پښتانه ملتپال د پاکستان پوځ او استخبارات د پښتنو سیمو ته د هغو جګړو په راوړلو او دوام ورکولو تورنوي، چې دوی یې « ډالري جګړې» ګڼي او پاکستان یې په ترڅ کې د ترهګرۍ په رامنځته کولو او بیرته یې پر ضد د مبارزې د هڅو په ترسره کولو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب